پر ارمي پبلک سکول د برید نهه کاله پوره شول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو زده کوونکو ميندو پلرونو او فعالانو د هغوی نهم تلین لمانځلی دی. دوی د پېښور د ارشیفونو تالار (ارکایېفز هال) او په اسلام اباد کې د وژل شویو په یاد کې غونډې وکړې او شمعې يې بلې کړې. په غونډه کې مدني فعالانو، د پښتون ژغورني غورځنګ غړو او نورو خلکو هم ګډون وکړو. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پر ارمي پبلک سکول په وسلوال برید کې د ۱۳۲ زده کوونکو په ګډون ۱۵۲ کسان وژل شوي ول او شاوخوا ۱۲۰ تنه ژوبل شوي ول چې زیاتره یې د ښوونځي شاګردان ول. د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. ویډیویي راپور.