د چمن سوداګر وايي پرلت د بلوچستان نورو سیمو ته غځوي

پرلت وال غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي: انځور له ارشیفه

د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پر ضد پرلت دوام لري. د نومبر ۲۸مه د دغه پرلت ۳۹مه ورځ ده.

د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی وو او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي.

په چمن کې د لغړي اتحاد يا پنډيانو مشر غوث الله نن (د نومبر پر ۲۸مه) مشال راډیو ته وويل، د نومبر تر ۲۹مې وروسته د بلوچستان په نورو پښتون مېشتو ضلعو کې د پراخو احتجاجونو پلان لري.

د پرلت مشرانو دوې اوونۍ وړاندې يوه پينځه کسيزه نماينده کمېټۍ جوړه کړې وه چې په کوټه کې يې له نګران صوبايي حکومت او سياستوالو سره تر ليدو وروسته په اسلام اباد کې د کورنيو چارو له نګران وزير او د بلوچستان له سېنېټرانو سره ليدلي ول، خو د پرلتوالو او حکومت ترمينځ خبرو تر اوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې پرلتوالو د نومبر له ۲۰مې د چمن او سپين بولدک ترمينځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت لپاره بنده کړې ده.

دا هم وګورئ:

د انګور اډې او چمن پرلتوالو افغانستان ته تللې لارې تړلې ديپرلتوالو له چمنه د افغانستان سپین بولدک ته تلونکې لاره تړلې ده د افغان ټرانزیټ سوداګر وایي پاکستان د ورتګ لپاره ویزه لرل لازمي کړي پښتون ژغورنې غورځنګ له چمن څخه کوټې ته لاریون په کچلاغ کې پای ته رسولی پي ټي اېم د چمن پر پوله د پاسپورټ او ویزې شرط ضد لاریون ته دوام ورکړی دیپه چمن کې ماشومانو د پاسپورټ او وېزې شرط لازمي کېدو ضد لاریون کړی

دا پرلت له هغه وروسته پیل شوی چې د پاکستان حکومت په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به د افغان کډوالو په ګډون ټول بې اسناده بهرني وګړي په زور له هغه هېواده باسي او له هغه وروسته به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه وي. پرلتوال وايي په دې اقدام سره به لسګونه زره کسان بېروزګاره شي.

پرلتوالو ته هره ورځ د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او د سوداګرو د اتحاديو مشران ويناوې کوي او د ملاتړ ډاډ ورکوي. له پرلتوالو سره د پوځي او د نګران حکومت چارواکو خبرې کړې خو تراوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي تېره اونۍ په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د دوو هېوادونو ترمنځ د سفر او سوداګرۍ لپاره د ویزو درلودل ضروري دي. خو پر پاتې مسايلو به مذاکرات کوي.

پر دې سربېره د جنوبي وزيرستان په انګور اډه کې هم ځايي خلکو د پاسپورټ او ويزې شرط لازمې کېدو پرضد پرلت ته دوام ورکړی چې نن (د نومبر ۲۸مه) يې ۱۶مه ورځ ده. پرلتوالو هلته له تېرو ۱۱ ورځو راهيسې له افغانستان سره هغه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.