کوز کوهستان: د دیني عالمانو فتوا د ناحکومتي ادارې کارکوونکې وېرولې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا په کوز کوهستان کې یوشمېر دیني عالمانو د کلیوال پرمختګ لپاره د یوې ناحکومتي ادارې ښځینه کارکوونکو ته بې له محرمه د کار کولو په صورت کې د جبري ودونو او له سیمې څخه د شړلو ګواښ کړی دی. خو پولیس وايي چې د دیني عالمانو هغه ۱۲ کسیزه ډله یې د ضلعي انتظامیې مشر دفتر ته وربللې ده. د هغې ډلې مشر مولانا کریم داد وايي چې دیني عالمانو ګواښ نه دی کړی بلکې فتوا یې ورکړې ده. دی وايي، فتوا یې شرعي حیثیت لري. د کلیوالې پرمختیا ادارې کارکوونکې وايي، د دیني عالمانو اعلان وېرولې دي. خو چارواکي وايي، هېڅوک دا ډول کارونو ته نه پرېږدي. د کلیوالې پرمختیا د ادارې کارکوونکې د کوز کوهستان په کلیو کې د غذايي امنیت یا مصوونیت، د بشري حقونو، روغتیا، تعلیم او د اوبو او چاپېریال پاکولو په ګډون په یوشمېر برخو کې خدمات ورکوي او اګهي خپروي. تفصیل په رپورټ کې.