د پاکستان نګران حکومت وايي قاچاق یا سمګلنګ د هغه هيواد اقتصاد ته لوی خطر دی او په دې کې د ککړو چارواکو پرضد به کوټلي ګامونه پورته کوي.
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د اپرېل پر لومړۍ نېټه يلي دي چې په هيواد کې د اقتصادي بحران تر شا یوه لویه وجه قاچاق یا سمګلنګ دى.
نوموړي په وزیر اعظم هاوس کې د يوې غونډې پر مهال د اقتصادي ستونزو په اړه زیاته کړې چې د ټېكس غلا او د روپۍ په مقابل کې د امریکايي ډالر لوړه بیه له سمګلنګ سره تړلې ده.
هغه تر یاده غونډه وروسته پر خپله ایکس پاڼه ليکلي چې چارواکو ته يې د سمګلنګ د مخنيوي او په دې کې د ککړو سرکاري چارواکو پرضد د سختو اقداماتو کولو امر کړی دی.
پاکستان کی معاشی مشکلات کی ایک بڑی وجہ سمگلنگ بھی ہے۔ tax چوری اور ڈالر کی بڑھتی ہوئی قیمت سمیت بہت سے مسائل سمگلنگ سے جڑے ہوئے ہیں۔ آج میں نے سمگلنگ روکنے اور اس میں ملوث حکام کے خلاف سخت ترین کاروائی کرنےکا حکم دیا ہے۔
— Anwaar ul Haq Kakar (@anwaar_kakar) September 1, 2023
اوس پوښتنه دا ده چې دا مهال سمګلنګ یا په قاچاقي توګه د مالونو درامد د پاکستان په کومو کومو سرحدي لارو کيږي او د پاکستان په اقتصاد د دې څه اغیز دی؟
د کويټې چيمبر اف کامرس مشر جمعه خان نورزي د سیبتمبر پر دریمه په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې دا مهال د بلوچستان په چمن، باديني، تفتان او ساراوان سرحدي لارو د افغانستان او ایران نه د تازه او وچو ميوو، رختونو، کميکل او د تيلو د مصنوعاتو قاچاق تر ټولو زیات کيږي.
ده وویل، "که قاچاق یا سمګلنګ بند شي نو بلوچستان صوبه کې به په زرګونو خلک بې روزګاره شي، د دې صوبه تر ۴۰ فيصدي پورې خلک د سمګلنګ سره تړلي دي چې روزي يې روانه ده."
د ده په وینا، له افغانستان او ایرانه د سمګلنګ مجموعي میاشتنۍ مالي حجم د اتو نه تر لسو مليونو ډالرو پورې جوړيږي.
پاکستان ته قاچاق يوازې د بلوچستان له لارو نه کيږي بلکې د چارواکو په وينا د قبايلي سیمو له سرحدي لارو هم په ناقانونه توګه مالونه له افغانستانه پاکستان ته وړل کېږي.
د ملاکنډ چيمبر اف کامرس مشر یوسف علي د سیپتمبر پر دریمه مشال راديو ته وويل چې دا مهال په سوات او ملاکنډ کې په سوونو د سمګلنګ موټرې او ګاډی د بلوچستان له لارې د دوي سیمو ته ورځي.
ده وویل، " د افغانستان نه نور څه شیان نه راځي خو زیاتره ميوې او سبزیانې د تورخم په پوله سمګل کيږي، ګاډي سمګل کيږي خو هغه هم د بلوچستان د کوټې نه ملاکنډ ته رارسي، ملاکنډ ته دا ګاډي د چارواکو په مرسته او همکارۍ راځي د کوم ګاډي یو لک د کوم دوه او د کوم درې لکه روپۍ اخيستل کيږي."
خو چارواکو دا تورونه په بیا بيا رد کړي چې ګوندې د کسټم چارواکي په دې سمګلنګ کې لاس لري.
د ۲۰۲۳م کال د مې پر ۱۲مه د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د څیړنې او پراختیا څانګې لخوا جاري شوي رپورټ کې ویل شوي وو چې د قاچاق له امله پاکستان ته د کال دوه اعشاریه شپږ اربه ډالرو څخه ډیر تاوان رسیږي.
په دې قاچاقي توکو کې موبايل تيليفونونه ، ډيزل ، پلاسټکي خام مواد ، د موټرو پرزې ، ګادي، ټايرونه ، د فولادو شیټونه ، د چایو، پتې ، سګرټ ، ټيليويژنونه ، او رختونه شامل دي.