چارواکي وایي، د هند په ختیځ ایالت اوړیسه کې د اورګاډو په ټکر کې شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۹۰۰ نور ژوبل دي.
د ایالت عمومي سکرتر پردیپ جینا رسنيو ته ویلي چې د جون پر دویمه ماښام مهال په بالاسور سیمه کې یو رېل ګاډی له پټلۍ خوییدلی او پر نېږدې پټلۍ له تلونکي بل هغې سره جنګیدلی دی. هغه وویل، د پېښې ځای ته خواوشا ۲۰۰ امبولانسونه استول شوي دي.
د هند د بېړنيو خدماتو ادارې يوه چارواکي د جون په درېیمه اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي چې ښایي ګڼ کسان لاهم ترملبې لاندې وي.
دا هم وګورئ:
هند کې د اورګاډي چپه کېدو له وجې ۹۰ کسان مړه شويد هند او پاکستان ترمنځ اورګاډی بیا پرانستل شوداوړيسه ايالت د اور وژنې څانګې مشر سدهانشو سارنګي ویلي دي چې په پېښه کې ځينې کسان سخت ژوبل دي چې له کبله يې د مړو شمېر زياتېدای شي.
د هند وزير اعظم نرېندرا مودي پر ټویټر پاڼه لیکلي: ''د ژغورنې عملیات روان دي او له اغېزمنو سره له وس سره سم هر ډول مرسته کېږي.''
Distressed by the train accident in Odisha. In this hour of grief, my thoughts are with the bereaved families. May the injured recover soon. Spoke to Railway Minister @AshwiniVaishnaw and took stock of the situation. Rescue ops are underway at the site of the mishap and all…
— Narendra Modi (@narendramodi) June 2, 2023
په هند کې د اورګاډي سیسټم مهمه ترانسپورتي شبکه ده چې د هغه هېواد بېلا بېل ایالتونه، ښارونه او کلي سره نښلوي. دا راز د سامانونو انتقالولو لپاره هم اورګاډي کارول کېږي.
په هند کې مخکې هم د اور ګاډو ټکرونه شوي چې مرګژوبله یې کړې.
په ۲۰۱۶ز کال کې د هند په کانپور ښار کې د اورګاډي د اوښتو په پېښه کې تر۹۰ زیات کسان وژل شوي ول. تر هغې وړاندې په ۲۰۱۲ز کال کې په مهاراشټرا ایالت کې د مسافر وړونکي او د بار وړونکي اورګاډو ترمینځ په ټکر کې ۲۵ تنه وژل شوي ول.