د عمران خان د نيول کېدو پر ضد د هغه د پلويانو مظاهرې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مې پر نهمه، د رينجرز ځواکونو لخوا د پاکستاني پخواني وزیراعظم او تحريک انصاف مشر عمران خان تر نيول کېدو وروسته د هغه پلويانو مظاهرې پيل کړې دي. احتجاج کونکو د پوځي مرکزونو مخې ته د هغوی په خلاف نعرې ووهلې او د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه. عمران خان تور پورې کړی وو چې پوځ نه غواړي هغه بیا په واک کې راشي. پوځ دا تورونه بې بنياده بللي دي. د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو ښارونو او اسلام اباد څخه د دې مظاهرو ويډيوګانې عظمت علي شاه، وسيم سجاد، نياز احمد خان، عمران يونس، او ځلاند يوسفزي راليږلي دي. بشيرګواښ ترې ويډيو راپور جوړ کړی.