د پاکستان حکومت ویلي چې د ۲۰۲۳م کال تر اکتوبر وړاندې په ملک کې عام انتخابات نشي کېدای.
دا پرېکړه د اپرېل پر لومړۍ نېټه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ هغې غونډې ته کړې ده چې په وفاقي حکومت کې د شریکو ګوندونو مشرانو پکې ګډون کړی وو.
پاکستاني رسنیوو د راپور ترمخه، په لاهور کې د شوې دې غونډې پر مهال هوډ ښودل شوی چې دوی به تر اکتوبر وړاندې انتخابات په هیڅ صورت نه مني. حکومتي اتحاد ویلي چې دوی به د انتخاباتو لپاره د نېټې پر ټاکلو د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره هم هیڅ خبرې اترې ونکړي.
دا هم وګورئ: "مظلوم قبايل فورم" په قبايلي سيمو کې ټاکنې د نوې سرشمېرنې له مخې غواړيپه یاده غونډه کې د سپریم کورټ پر هغه درې کسیزه جرګګۍ هم بې باروري ښودل شوې چې د صوبايي اسمبلیو د انتخاباتو په اړه د مقدمې اورېدنه کوي. د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دې غونډه کې پر سپریم کورټ غږ شوی چې د یادې مقدمې اورېدنه ودروي.
د یادونې وړ ده چې په سپریم کورټ کې دا وخت د دې لپاره د یو مقدمې اورېنې روانې دي چې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې دې د صوبایي اسمبلیو لپاره ټاکنې زر تر زره وشي.
حکومتي اتحاد ویلي دا امکان هم شته چې دوی د مشر قاضي عمر عطا بندیال او د جرګګۍ د دوو نورو ججانو پرضد مقدمه وکړي.
بل پلو د تحریک انصاف مشر عمران خان د اتحادي ګوندونو لخوا د سپریم کورټ پر درې کسیزه جرګګۍ څرګنده کړې بې باوري غندلې ده. نوموړي د اپرېل پر لومړۍ نېټه ناوخته پر ټویټر په ویډیویي بیان کې ویلي چې ولس باید د سپریم کورټ او مشر قاضي یا چیف جسټس تر شا ودرېږي.
“My Nation must show support to Supreme Court and CJP, as these 13 parties will use everything to pressurise and attack Judges and Supreme Court”-@ImranKhanPTI pic.twitter.com/LAbzyWuHVj
— PTI (@PTIofficial) April 1, 2023
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان تحریک انصاف د هغه وخت حکومتونو د ۳۰۲۳م کال په جنوري میاشت کې د لومړی د پنجاب او بیا د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ماته کړې وه.
د تحریک انصاف مشر عمران خان غواړي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب په ګډون دې په ټول ملک کې تر اکتوبر وړاندې عام انتخابات وشي خو حکومت یې نه مني.
د پاکستان له اساسي قانون سره سم، د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه باید انتخابات وشي. د پنجاب او خیبر پښتونخوا د اسمبلیو لپاره د انتخاباتو کولو اییني موده په اپرېل میاشت کې پای ته رسېږي خو په ټول ملک کې عام انتخابات باید د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.