مولانا جمال الدین وايي تر سرشمېرنې مخکې په قبایلو کې انتخابات نه قبلوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی وايي، تر هغو چې د سږنۍ سرشمېرنې نتیجې نه وي راغلې، په قبایلي ضلعو کې انتخابات ورته د منلو وړ نه دي. مولانا جمال الدین د مارچ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، د قبایلي ضلعو ابادي له هغه خورا زیاته ده چې د ۲۰۱۷ز کال په سرشمېرنه کې ښوول شوې وه. د هغه کال له مردم شمارۍ سره سم د قبایلي ضلعو نفوس ۵۰ لکه دی. د جنوبي وزیرستان پارلېماني استازي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مارچ له لومړۍ راهیسې په پاکستان کې برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنه روانه ده. له مولانا جمال الدین سره ویډیويي مرکه وګورئ.