د ترکیې دفاع وزارت د مارچ پر ۱۴مه ویلي چې د هغې موافقې غځولو په اړه خبرې لا هم دوام لري چې په تور سمندرګي کې د اوکراین د غلې د برامداولو اجازه ورکوي.
وزارت په بیان کې د روسيې په حواله ویلي چې دا هېواد په جولای کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د مسکو او کییف ترمينځ د ۶۰ ورځو لپاره د موافقې غځولو په اړه بیا سلا شوي دي.
روسیې ویلي چې دا موافقه د ۶۰ ورځو لپاره غځول شوې ده، خو د اوکراین چارواکو بیا ویلي چې تړون د ۱۲۰ ورځو لپاره د غځېدو اجازه ورکوي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ په مياشت کې پر اوکراين یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې یې د اوکراين ګڼې سیمې نيولې چې د غلو د برامد بندرونه هم پکې شامل دي.
دا د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۳۱مه اخيستل انځور دی چې پکې يوه بېړۍ د اوکراین غله لېږدوي
د روسیې او اوکراين چارواکو د ۲۰۲۲ز کال د جولای پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو په مرسته هغه تړون لاسليک کړی وو چې هدف يې د اوکراین غله په خوندي ډول د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول ول.
تر هغې وروسته د اګست پر لومړۍ نېټه د اوکراین له اودېسا بندره په غلې بار لومړۍ بېړۍ روانه شوې وه.
خو وروسته روسیې د اکتوبر پر ۲۹مه اعلان وکړ چې له موافقې وځي او پر اوکراین یې تور پورې کړ چې له هغه دهلېزه ناوړه ګټه پورته کوي چی د بشري مرستو د لېږد په موخه خلاص شوی او له هغې لارې په کریمیا کی د روسیې پر کښتیو حملې کوي. خو کییف دا تور رد کړي او دا یې له موافقې څخه د روسیې د وتلو یوه ناسمه پلمه بللې وه.