په اسلام اباد کې افغان مېرمنې په خېمو کې ژوند کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اسلام اباد د دنګو ودانيوو په منځ کې په يو خالي پلاټ کې ځينو افغانانو خېمې وهلې دي. دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته پاکستان ته تللي دي. په دې خېمو کې مېشته اکثره نجونې تعليم يافته دي. خو په ژړغوني غږ وايي چې په خپل هېواد کې یې نور ژوند نه شو کولی ځکه چې هلته طالبانو د نجونو په لوړو زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونه لګولي دي. دا په داسې حال کې ده چې نړۍ د مارچ اتمه، د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځي. دا افغانان په اسلام اباد کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي لو له ډيرو سختيوو تيريږي. دوی غواړي د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره کوم بهرني هېواد کې مېشته شي. د مشال راډيو همکارانو ځلاند يوسفزي، داود خټک، وسيم سجاد او عمران يونس په خېمو کې د اوسېدونکو دې افغانانو په اړه مستند (ډاکومينټري) جوړه کړې ده. دلته یې وګورئ.