علي وزیر له زندانه خوشې شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او په پارليمان کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر په کراچۍ کې له زندانه خوشې شو. هغه څه دپاسه دوه کلونو راهیسې په جېل کې وو. پر نوموړي تور وو چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر ضد یې د خبرو په کولو سره خلک پارولي وو. خو نوموړي دا تورونه یې بنياده بللي او وکيلانو یې ويل چې مقدمې سیاسي دي. ويډيو: نياز علي ايډيټ: بشيرګواښ