پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرتابه ټاکلو لپاره غونډه وربللې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کنګرې ته ګڼ غړي ورغلي دي - د ډېسېمبر ۱۹مې انځور.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرتابه ټاکلو لپاره د ګوند مرکزي دوه ورځنۍ کنګره له نن څخه په کوټه کې پیل شوې ده.

د یاد ګوند مرکزي مرستیال مشر عبدالرحیم زیارتوال د دیسمبر پر ۱۹مه، مشال راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې یې تر دولس زرو برخه وال وربللي دي. "دا کار موږ د خپل ګوند د جوړښت، رغښت او پرمختګ پر بنیاد کوو، د انتخاباتو کمېشن په اړه موږ ته نه پخوانی مشکل وو او نه اوس شته."

دا غونډه به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر په ګډون د ګوند ټولې مرکزي ادارې ټاکي. د بېلابېلو څانګو نوي مشران به د دې کنګرې پر دويمه ورځ (ديسمبر پر شلمه) اعلان شي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا کنګره تر هغه وروسته رابللې چې د دې ګوند مشر محمود خان اڅکزي د روان کال د نومبر پر ۲۶مه د ګوند له مرکزي کمېټۍ ۳۹ غړي د ګوند له تګلارو د سرغړونو په تور وایستل. په دوی کې، د ګوند عمومي‌منشي مختار خان یوسفزی، رضا محمد رضا او عبید الله بابت پکې وار له مخه ایستل شوي ول. په نویو ایستل شویو غړيو کې محمد عیسا روښان، یوسف خان کاکړ او نصرالله خان زېری هم شامل دي.

له ګونده ایستل شوو غړو بیا په کوټه کې د دیسمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه کنګره ورغوښتې ده خو د محمود خان اڅکزي سره نيږدې ګڼل کيدونکي، د ګوند يو مشر غړي قهار ودان مشال راډيو ته وويل چې دغه غونډه غير قانوني‌ده.

تر دې مخکې مختار خان يوسفزي لومړی په کوټه او بيا وروسته په کچلاغ کې د ګوند د "مرکزي کمېټۍ" د غونډې اعلان تر هغه وروسته کړی وو چې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اطلاعاتو مرکزي سېکرتر رضا محمد رضا او مرکزي سېکرتر عبيدالله بابت وايستل. ګوند هغه مهال په بیان کې ویلي ول چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړي به له ايستل شویو کسانو سره هېڅ ډول سیاسي اړیکې نه پالي.