په ملتان کې د پاکستان او انګلېنډ (انګلستان) ترمينځ دويمه ټېسټ يا پينځه ورځنۍ لوبه د ډېسېمبر پر نهمه نېټه پيل شوې ده.
انګلېنډ پچه (ټاس) وګټله او لومړی يې د بیټېنګ کولو پرېکړه کړې ده.
تر دې وړاندې د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه په راولپېنډۍ کې د دواړو لوبډلو ترمينځ په لومړۍ ټېسټ یا پینځه ورځنۍ سیالۍ کې انګلېنډ پاکستان ته په ۷۴ منډو ماتې ورکړې وه.
انګلېنډ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۶۵۷ او په دويمه پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۶۴ منډې وکړې.
په ځواب کې پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۵۷۹ منډې او په دويمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په اوټکېدو يوازې ۲۶۸ منډې وکړې.
د انګلينډ ټېسټ کرکټ لوبډله ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته تللې ده او هلته درې ټېسټ لوبې کوي.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمينځ درېيمه ټېسټ سیالي د ډېسېمبر پر ۱۷مه په کراچۍ کې پیل شي.