د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او انګلېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځ لومړۍ ټېسټ لوبه روانه ده


د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د انګلېنډ څلورو لوبغاړو د پاکستان پر ضد سليزې ووهلې.
د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د انګلېنډ څلورو لوبغاړو د پاکستان پر ضد سليزې ووهلې.

په راولپېنډۍ کې د پاکستان او انګلېنډ (انګلستان) ترمينځ لومړۍ ټېسټ يا پينځه ورځنۍ لوبه د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه پيل شوې ده.

انګلېنډ ټاس وګاټه او لومړی يې د بېټينګ کولو پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې په لومړۍ ورځ د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۵۰۶ منډې جوړې کړې چې څلورو لوبغاړو يې سليزې (سېنچريز) جوړې کړې.

د کرکټ په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې د کومې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ دې د يوې لوبډلې څلورو لوبغاړو سليزې وهلې وي.

د لوبې په دويمه ورځ (د ډېسېمبر پر دويمه) د انګلېنډ لوبډلې ټول لوبغاړي د ۶۵۷ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول. له هغه وروسته پاکستان بېټينګ پيل کړی دی.

د انګلېنډ لوبډله د کرکټ د درو ټېسټ یا پینځه ورځنیو سیالیو لپاره پاکستان ته تللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG