د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د انګلستان کرکټ یوشمېر لوبغاړو "خېټې خرابې" شوې دي


د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ز کال د ۲۰ اووريزه کرکټ نړيوال جام هم ګټلی دی ــ انځور له ارشيفه
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ز کال د ۲۰ اووريزه کرکټ نړيوال جام هم ګټلی دی ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر بابر اعظم وايي تمه لري چې پاکستان ته ورغلي د انګلېنډ (انګلستان) کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به ژرترژره روغتيا ومومي.

بابر اعظم د نومبر پر ۳۰مه په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې لوبډله یې د ډېسېمبر له لومړۍ نېټې څخه د پيلېدونکې ټېسټ لوبې لپاره چمتو ده.

بي بي سي وايي په پاکستان کې د انګلېنډ لوبډلې د کپتان بېن سټوکس په ګډون د يوشمېر لوبغاړو خېټې (ګېډې) خرابې شوې دي. خو تر اوسه معلومه نه ده چې څومره لوبغاړي ناروغه شوي دي.

د انګلېنډ لوبډله اوسمهال د کرکټ د درو ټېسټ یا پینځه ورځنیو سیالیو لپاره په پاکستان کې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ د نومبر پر ۳۰مه پر ټوېټر په بیان کې ويلي دي چې د انګلستان یوشمېر لوبغاړي په یوه وایرس اخته شوي دي خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا د انګلېنډ او وېلز کرکټ بورډ په خپور بيان کې ویلي چې د يوشمېر لوبغاړو طبیعت خراب دی او ورته په هوټل کې د ارام کولو ويل شوي دي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې ايا د دواړو لوبډلو ترمينځ به د پنجشنبې یا زیارت ورځې لوبه پیل شي او که به د لوبغاړو د ناروغۍ له کبله وځنډېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG