ایراني چارواکو د ایت الله علي خامنه يي ورېره پر رژيم د انتقاد په تور نيولې ده

ایران کې د مهسا اميني د وژنې پرضد مظاهرې دوام لري - پخوانی انځور.

ایرانیو چارواکو د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي یوه ورېره تر هغې وروسته نیولې چې په یوه ثبت شوې ویډیو کې يې د خپل تره په مشرۍ چارواکي "قاتلان" او حکومت "ماشوم وژونکی رژیم" بللی دی.

فریده مرادخاني د ایت الله علي خامنه يي د کورنۍ له هغې ډلې سره تړاو لري چې د ایران له مذهبي مشرتابه سره مخالفت لري او پخپله په دې هیواد کې مخکې زنداني شوې هم وه.

دا هم وګورئ: د بشري حقونو فعالان وايي ايران په کردستان کې په لسګونو مظاهره چيان وژلي

د فریدې ورور محمود مرادخاني پر ټوېټر لیکلي چې هغه د نومبر پر ۲۳مه نېټه د څارنوالۍ دفتر ته له ورغوښتلو وروسته ونیول شوه. وروسته د نومبر پر ۲۷مه د هغې ورور پر یوټیوب ویډیو خپره کړه چې پکې يې پر ایرانیانو "روان ښکاره ظلم" غندلی دی.

په ايران کې د ۲۲کلنې مهسا اميني تر وژنې وروسته په پراخه کچ مظاهرې دوام لري چې پکې په سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نيول شوي دي.

مهسا اميني د ایران د اخلاقي پولیسو له خوا د حجاب قانون سرغړونې په تور نیول شوې وه چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه په روغتون کې ومړه.