خبریال ارشد شریف اسلام اباد کې خاورو ته سپارل شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اکتوبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د خبریال ارشد شریف جنازه وشوه چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول او خاورو ته وسپارل شو. تر هغې وروسته چې په کینیا کې ووژل شو، د هغه هېواد د ولسمشر په ګډون یوشمېر لوړپوړي چارواکي او سیاستوالان یې کور ته ورغلي دي او له کورنۍ سره یې غمرازي کړې. د کینیا پولیس وايي، شریف د اکتوبر پر ۲۳مه د پولیسو په ډزو کې وژل شوی چې د پېښې پلټنې روانې دي. د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي، شریف په هدفي برید کې وژل شوی. خو د پاکستان حکومت د پېښې د پلټنو ژمنه کړې ده. د مشال راډیو، رویټرز اژانس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.