د بشري حقونو کمېشن او صوبايي حکومت د باجوړ جرګې پرېکړه غیر قانوني بللې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په باجوړ کې د یوې جرګې له لوري سیلځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ناقانونه او د بشري حقونو خلاف عمل بللی دی. په خیبر پښتونخوا کې د کمېشن مشر دا خبره تر هغې دوه ورځې وروسته مشال راډیو ته وکړه چې د جولای پر ۱۵مه په سالارزیو کې یوې جرګې وویل چې سیلځایونو ته د ښځو ورتګ د دود خلاف کار دی نو ځکه یې له حکومته په دې برخه کې د اقدام غوښتنه وکړه. جرګې وویل، که حکومت ګام وانخیست نو خپله به پر ښځو بندیز ولګوي. د خیبر پښتونخوا حکومت د جرګې پرېکړه ناقانونه بللې. نور په رپورټ کې.