وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان څلور غړي ووژل

غړي وقار احمد داوړ، سنید داوړ، عماد داوړ او اسدالله باندې داسې وسله والو ډزې کړې دي‌ چې پر موټرسایکل سپاره وو. (یادونه: دا تصویر اسدالله تر وژل کېدو وړاندې پر خپله فیسبوک پاڼه اچولی وو.)

د شمالي وزیرستان د میرعلي په حېدرخېلو کلي کې نامعلومو وسله والو د "وزیرستان ځوانانو تنظیم" څلور غړي په ډزو وژلي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته پخلی وکړ چې نامعلومو وسله والو دا څلور ځوانان وژلي دي.

هغوی وویل چې د وزیرستان ځوانانو تنظیم یا یوت اف وزیرستان غړي وقار احمد داوړ، سنید داوړ، عماد داوړ او اسدالله باندې داسې وسله والو ډزې کړې دي‌ چې پر موټرسایکل سپاره وو.

د میرعلي پولیس وايي‌ چې دې څلور واړه ځوانانو یو ځای په حېدرخېلو کې د یو بل ملګري کره ډوډۍ خوړلې وه او چې څنګه روان شوي نو وسله والو پرې ډزې کړې دي.

دا د یوت اف وزیرستان داسې غړي وو چې زیاتره وخت به یې په وزیرستان کې د ترهګرۍ پېښو پرضد غږ پورته کاوی.

د شمالي وزيرستان د ځوانانو سازمان مشر نور اسلام داوړ هم د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۲۷مه نېټه نامعلومو وسله والو هغه مهال وژلی وو کله چې هغه خپل کلي ته روان وو. چا تر اوسه د دې برید زمه واري‌ نده منلې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شمالي وزيرستان ځوانانو سازمان وژل شوی مشر نور اسلام داوړ څوک وو؟

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان مشال راډیو ته وویل چې دوی په چټکۍ سره د دې پېښې پلټنې پیل کړې دي او ډېر ژر به برید کوونکي وسله معلوم او انجام ته ورسوي.

یوازې په شمالي وزیرستان کې د روان ۲۰۲۲م کال له پیله راهسې ۲۵ هدفي بریدونه شوي دي.

د جون پر ۱۸مه هم وسله والو دوه تنه په شمالي وزیرستان او دوه په جنوبي وزیرستان کې په ډزو ووژل.

د ميرعلي پوليس تاڼې يو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي، د جون پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې دا کسان په ډوز وژل شوي او مړي یې د ټوچي سيند پر غاړه موندل شوي دي.

دا هم وګورئ: په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې څلور تنه په ډزو وژل شوي‌


د دواړو تعلق د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې د ګنډي چوک سره ښودل کيږي.

بل پلو د جنوبي‌ وزیرستان په شکتوی او خیسور سیمو کې هم ناڅرګنده وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي دي.

د تیارزه تاڼې ایس ایج او شیرالله مسید مشال راډیو ته وویل چې دا پېښې د جون پر ۱۸مه رامنځ ته شوې دي.

ده وویل، د خیسوره توروام سیمه کې نامعلومو وسله والو د موبایلونو یو دوکاندار عبدالرحمان وژل او دوی یې مقدمه د ناڅرګنده وسله والو پرضد جوړه کړې ده.

بل پلو د جنوبي‌ وزیرستان د پولیسو مشر خان زېب مسید مشال راډیو ته وویل چې په شکتوی سیمه کې هم ناڅرګنده وسله والو د ځایي تن په ډزو وژلی دی.

ده وویل چې د دې پېښې پرضد هم مقدمه درج شوې او پلټنې روانې دي. چار تر اوسه د دې پېښو زمه واري‌ نده منلې.

په شمالي‌ وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د بدامنۍ دا پېښې پر دې سربېره روانې دي چې تحریک طالبان پاکستان له پاکستاني حکومت سره تر نامعلومې مودې اوربند اعلان کړی دی.