په چینایانو برید، د هنګو د خالد نواز ژوند هم واخیست

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اپریل پر ۲۶مه په کراچۍ کې پر چینایي وګړو کوم ځانمرګی برید ترسره شوی و، پکې یو پښتون هم خپل ژوند بایللی و. خالد نواز د چینایانو سره موټر چلولو. د هغه ورور ربنواز مشال راډیو ته وویل، هغوی د هنګو اوسیدونکي دي خو په کراچۍ کې ژوند کوي. هغه مشال راډیو ته دا هم وویل چې د ورور واړه واړه بچیان یې یتیمان پاتې دي. نوموړی وايي پر کورنۍ یې لوی قیامت تیر شوی دی.