د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل په ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوه اړخيزو امنيتي مسايلو په اړه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شريک کار کول غواړي.
دې وزارت په خوست او کونړ کې د پاکستاني الوتکو د بمباريو په اړه څه ذکر نه دی کړی خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د "خپلواکۍ او خودمختارۍ احترام" کوي.
په بيان کې ادعا شوې چې تحريک طالبان پاکستان له افغانستانه پر پاکستاني سرتيرو بریدونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل په ۱۶مه، د ځايي خلکو په وينا د خوست په سپېري ولسوالۍ کې پر څو کلیو د پاکستانيو الوتکو په بريد کې له ۴۰ زیات هغه وزيرستاني کډوال ووژل شول چې دغلته له ۲۰۱۴ کال راهیسې ميشته دي.
په خوست کې ځايي خلکو د اپریل ۱۶مه مظاهره کړې او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې له پاکستانه پر خوست او کونړ د بمباريو ځواب وغواړي.
مظاهره چيانو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او د انصاف غوښتنه یې کوله.
دا هم وګورئ: خوست او کونړ کې 'پاکستانيو الوتکو' بمباري کړې، طالبانو پاکستانی سفیر احضار کړید طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۶مه په کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتی وو او احتجاج یې ورته کړی دی.
دې وزارت زياته کړې چې "پاکستان بايد پوه شي چې له دا قسمه حملو څخه مغرضانه کړۍ د دواړو هېوادونو د اړيکو خرابولو لپاره ګټه پورته کولی شي."
د پاکستان په پارليمان کې د شمالي وزیرستان غړي او د ملي جمهوري تحريک (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ د دې حملو د پلټنو غوښتنه کړې ده.
هغه په قامي اسمبلۍ کې د تقریر پر مهال دا بریدونه وغندل او د پاکستان له نوي وزيراعظم شهباز شريف څخه يې وغوښتل چې د ریاست د ښو او بدو طالبانو پالیسي ختمولو لپاره کار وکړي.
دا هم وګورئ: افغانستان مېشته وزيرستاني کډوال زر خپلو سیمو ته ستنېدل غواړيمحسن داوړ تر دې وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، "په افغانستان کې پر وزيرستاني کډوالو برید غندم. موږ د څيړنو غوښتنه وکړه خو په پاکستان کې له پوځ څخه څوک پوښتنه نه شې کولی چې څه یې وکړل او ولې یې وکړل."
نوموړي زیاته کړه چې دوی بيا هم د رېکارډ ساتلو لپاره دا خبره وکړه چې هسې نه بيا دوی ووايي چې پر دا رنګ مسلو به قام او وطن چپ پاتېږي. خو د ده په وینا، دوی چپ نه پاتېږي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د پارلېمان استازي علي وزير هم دا بریدونه غندلي دي.
د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر ايمل ولي خان هم د دې بريد د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
هغه د اپريل په ۱۶مه پر ټوېټر ليکلي چې په دې اړه دې د څيړنو پایلې له پارلېمان سره شريکې شي.
It is extremely alarming news that the Pakistani jets have allegedly attacked the IDPs from Waziristan in the bordering areas of Afghanistan. This issue must be investigated and if its true, the details must be shared with the parliament. Sovereignty of 🇦🇫 & 🇵🇰 must be esnured.
— Aimal Wali Khan (@AimalWali) April 16, 2022
بلخوا په کونړ کې ځايي خلکو ويلي چې په شلتن ولسوالۍ کې هم دغسې بريدونه شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې، يوناما د اپرېل په ۱۶مه پر ټويټر ليکلي چې په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو په وژل کېدو اندېښنه لري.
دې ادارې ويلي چې د ځمکنيو حقایقو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د کره معلوماتو لپاره کار کوي خو زياته کړې یې ده چې ولسي وګړي هېڅکله بايد په نښه نه شي.
UNAMA is deeply concerned by reports of civilian casualties, incl. women and children, as a result of airstrikes in #Khost & #Kunar provinces last night. Civilians are never a target. UNAMA is working to establish facts on the ground and verify the extent of losses. #Afghanistan pic.twitter.com/lku9rUSl58
— UNAMA News (@UNAMAnews) April 16, 2022
تر دې دمه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي. پوځ په تېرو وختونو کې ويلي وو چې تحريک طالبان پاکستان وسله واله ډله پرې له افغانستانه بريدونه کوي خو افغان چارواکو دا ادعا رد کړې ده.