پر اوکراین د روسیې حمله څه معنا لري؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي د اوکراینۍ پلازمېنې کییف په ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي ورولي دي. اوکرایني حکومت وايي، د هېواد دفاع کوي او امریکا پر هغه هېواد حمله غندلې ده. سیاستوال، د پاکستان پخوانی سېنېټر او شنونکی افراسیاب خټک د سړې جګړې پرمهال او تر هغې وروسته د پخواني شوروي اتحاد او ختیزې اروپا پر حالاتو نظر ساتلی دی او وايي، روسیه او اوکراین تاریخي، فرهنګي، تمدني او سیاسي تعلقات لري. نوموړي د فبرورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې په نړۍ کې د ځواک یا طاقت په توازن کې بدلون کېږي. مشال راډیو له خټکه پوښتنه کړې چې د اوکراین د موقعیت او تاریخ په اړه معلومات شریک کړي. بشپړه مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.