کوټه کې د ځوان ډاکټرانو کاربندیز ناروغان سخت کړولي

د کوټې سرکاري روغتون. تصویر له ارشیفه

د بلوچستان ځوان ډاکټرانو اتحادیې د کوټې ښار په ټولو سرکاري روغتونونو کې پر کاربندیز دي چې له امله یې ناروغان له سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي.

دوی په هسپتالونو کې د ناروغانو د کتنځایونو (او پي ډیز) په ګډون په اپریشن تییېټرو کې هم له خدمتونو لاس اخیستی دی.

د ډاکټرانو له کاربندیزه زیاتره ناروغان له درملنې بې برخې شوي دي. په دوی کې د زړه په ناروغۍ اخته ناروغان هم د اوپي ډیانو له بندشه تر سخت کړاو تېرېږي. یوشمېر ناروغانو او د هغوی تیماردارانو پر حکومت غږ کړی چې د ناروغانو ستونزو ته په کتو دې د ډاکټرانو غوښتنې ومني.

ډاکټران وايي چې ترڅو یې حکومت ګرفتار ۱۵ ډاکتران او څلور روغتیايي کارکنان له زندانه ورخوشې نه کړي ترهغو به پراحتجاج وي. ډاکټران د نومبر پر ۲۸مه نېټه نیول شوي ول.

د ځوان ډاکټرانو سازمان د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسې احتجاج پیل کړی دی. دوی هسپتالونو ته د طبي سهولتونو ورکولو، د سرکاري هسپتالونو د شخصي کولو د ممکنه پلان مخالفت او د صوبې د صحت څانګې د سېکرېټريانو له څوکيو څخه د لیرې کولو غوښتنه کوي. حکومت وايي چې د ډاکټرانو جایزه غوښتنې مني خو د هسپتالونو د شخصي کولو هېڅ پلان نشته.

دا هم وګورئ:

بشري حقونو سازمان د مظاهرو خلاف د بلوچستان ګورنر فرمان د ایین ضد ګام وباله  کوټه کې ګرفتار ډاکټران زندان ته ولېږدول شولبلوچستان های کورټ: ډاکټران دې هړتال ختم کړي ګنې پرضد یې ګام اخلو

د ځوان ډاکټرانو اتحادیې یوه غړي ډاکټرمحبت خان ترین وویل چې په سرکاري هسپتالونو کې د ناروغانو لپاره اسانتیاوي نشته چې له کبله یې زیاتره ناروغانو درملنه سمه نه کېږي.

دوی غوښتنه لري چې د کوټې په سول هسپتال کې دې اېم ار ای، کیټ لیب او اېکسرې لیبارټريانو دې تر ۲۴ ساعتونو پورې د انتظام بندوبست وشي.

خو حکومت وايي چې په سرکاري روغتون (سېویل هسپتال) کې د ایم ار ای مشین د لګولو لپاره وزیراعلا ۲۵۰ میلیون روپۍ جاري کړي دی او ژر به سي ټي سکېن او اېم ار ای مشین کار پیل کړي.

د ډاکټرانو پر احتجاج له مشال رېډیو سره د دسمبر پر دویمه نېټه صوبايي وزیر میر ظهور بلېدي په خپل غبرګون کې وویل چې احتجاج د هر چا جمهوري حق دي خو په دې نامه پکار ده چې ولس په تکلیف نه شي. د ټرېفیک مخه باید بنده نشي. په جمهوري توګه خبري پکار دي چې وشي. د ډاکټرانو چې کومي جایزې غوښتنې دي، هغه به نه یوازي حکومت مني بلکې پر هغه به عمل هم کوي ځکه چې حکومت هم غواړي چې د صحت محکمه کې یو ښه بدلون راشي او ولس ته د روغتیا اسانتیاوې په ښه توګه ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د غوښتنو په نامه سړکان بندول او د چوک په منځ کې ناسته کول یوغیرقانوني عمل دی چې له امله یې نه یوازې په کوټه ښار کې د ټرېفیک نظام ګډوډ شي بلکې عادي خلک هم له مشکلاتو سره مخامخېږي.

یاده دې وي چې د ځوان ډاکټرانو اتحادې بلوچستان څانګې د نومبر پر ۲۲مهه نېټه د کوټې ښار پر ریډ زون پرلت وهلی وو چې د پولیسو په وینا له دې څخه په ښار کې نه یوازې د ټرېفیک نظام ګډوډ شوی وو بلکې سهار مهال یې زیاتره زده کونکي تعلیمي ادارو ته په تلو کې له خنډ سره مخامخ کړي ول. دې ته په کتو پولیسو د نومبر پر ۲۸مه نېټه د ډاکټرانو په ګډون د روغتیا څانګې ۱۹ تنه د پرلت پر مهال ونیول او په دا سبا (۲۹مه نېټه) د کوټې یوه عدالت د دسمبر تر شپږمې نېټې زندان ته ولېږل.

د ډاکټرانو نیونه د بلوچستان ګورنر د هغه فرمان له مخې وشوه چې د نومبر پر ۲۸ مه نېټه یې خپور کړ. دې ارډيننس کې ويل شوي چې په بلوچستان کې که هرڅوک په ارادي توګه د پرلت، مظاهرو او جلسو په کولو سړکونه او لارې وتړي نو دا به يو جرم وي چې سزا به يې درې مياشتې بند او ۱۰ زره روپۍ جرمانه وي.

د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان، د بلوچستان د ځوان ډاکټرانو اتحاديې او د وکيلانو استازيو د بلوچستان ګورنر له خوا پر جاري کړل شوي ارډيننس نيوکې کړي او دا يې د پاکستان په ايين کې د ورکړل شویو بنیادي حقونو خلاف بللی دی.

د پاکستان د ايين له مخې د ګورنر له خوا د جاري شوي ارډيننس موده درې مياشتې وي چې څلورو میاشتو ته هم غځېدای شي.