د امریکا او روس ولسمشرانو د پولینډ او بېلاروس د کډوالو د وضعیت پر سر څرګندونې کړي

دا په داسې حال کې ده چې د بېلاروس او پولینډ ترمنځ پر پوله زرګونه کډوال بند پاتې دي. انځور- ارشیف

د امریکا او روس ولسمشرانو د پولینډ او بېلاروس پر پوله د کډوالو پر وضعیت څرګندونې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر پوله د پوځي خوځښت او په سیمه کې د یو کډوال مړي تر موندل کېدو وروسته هغه خطرونه په ډاګه شوي دي چې د دریم ګړو هیوادونو د زرګونو مهاجرو ژوند په سخته یخنۍ کې له ګواښ سره مخاخ شوی دی.

دا مهال هغه کډوال د بېلاروس خوا ته ګېر پاته دي او غواړي چې له پولې څخه اروپايي اتحادیې ته واوړي.

د امریکا ولسمشر جو باېډن د نومبر پر ۱۲مه د روان وضعیت په اړه تشویش څرګند کړ او وې ویل چې "دا یوه غټه اندېښنه ده."

ولسمشر باېډن د نومبر پر ۱۲مه له سپينې ماڼۍ څخه کېمپ ډېوېډ ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل چې دا اندېښنه یې له روس او بېلاروس سره شریکه کړې ده.

دا هم وګورئ:

امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو د کډوالو د وضعیت پر سر د بېلاروس غندنه کړې اروپایي ټولنه پر بېلاروس نوي بندیزونه لګويد پولینډ او بېلاروس پر پوله د کډوالو بحران ژور شوی دی

تر هغې څو ساعته وروسته د نومبر پر ۱۳مه د روس ولسمشر ولادمیر پوتین د غربي هیوادونو تورونه په ردولو سره په دې خبره زور راوړ چې هیواد یې پر پوله په روان بحران کې لاس نه لري.

په عین حال کې د بېلاروس په یو رپورټ کې د هیواد مشر ایلکساندر لوکا شینکا یو قوي سړی بلل شوی.

په رپورټ کې ویل شوي چې اروپايي اتحادیه پر لوکاشینکا تور لګوي چې د بحران د زیاتولو لپاره مهاجر د وسیلې په توګه کاروي خو نوموړي خوراکي شیان او نورې مرستې کډوالو ماشومانو ته کېمپونو ته د رسولو امر کړی دی.