د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپایي ټولنه پر بېلاروس نوي بندیزونه لګوي


د بېلاروس نقشه او د اروپايي ټولنې بیرغ
د بېلاروس نقشه او د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپایي ټولنه د پولېنډ-بېلاروس له پولي سره د کړکېچ په خاطر بېلاروس ته د سزا ورکولو پر لور یوه بل ګام ته نژدې شوې ده.

د پولېنډ او بېلاروس له پولي سره نژدې د افغانستان، مینځني ختیځ او افریقا په سلګونو کډوال بند پاتې دي، د دوی خواړه په خلاصېدو دي او هوا هم ډېره سړه ده.

د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو استازیو د نومبر پر ۱۰مه (پرون) موافقه وکړه چې شرایط له قانوني پلوه د نورو بندیزونو لګولو ته چمتو دي چې ښایي د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د بېلاروس د بهرنیو چارو د وزیر او هوایي چلند په ګډون پر شااوخوا ۳۰ کسانو او شرکتونو ولګول شي.

کډوالو د مخ په زیاتیدونکي سیاسي لانجې له امله وړمه شپه او تېره شپه بیا هم له سرحد سره تېره کړه.

د اروپایي ټولنې مشرانو مینسک تورن کړی دی چې له جګړه ځپلو او خوارو هېوادونو خلک راغونډوي او بیا یې له کسته د پولېنډ پولې پر خوا ورپورېوهي، چې د اروپایي ټولنې په ختیځو سرحدونو کې ګډوډي پيدا کړي.

پولېنډ خپلې خاورې ته کډوال نه ورپریږدي او په وروستیو اونیو کې یې په سلګونو ځواکونه سرحد ته استولې دي. وارسا همدا راز له پولې سره اغزن تار تېر کړی دی چې د پولېنډ لور ته د کډالو د اوښتو مخه ونیسي.

د اروپایي شورا رییس چارلس میچل د نومبر پر ۱۰مه (پرون) د پولېنډ له وزیر اعظم ماتیوش موراویڅکي سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال بېلاروس تورن کړ چې له اروپایي ټولنې چې په بېلاروس کې د ۲۰۲۰ ز کال د اګسټ د ډموکراتیکو انتخاباتو ملاتړ کوي، په پټه غچ واخلي.

د پولنډ او بېلاروس ترمنځ ګډه پوله
د پولنډ او بېلاروس ترمنځ ګډه پوله

موراویڅکي بېلاروس په دولتي ترهګرۍ تورن کړی دی.

بل لور ته د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا ون ډېرلاین ویلي دي چې د بېلاروس پرضد به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې بندیزونه ډېر ژر پسې پراخ شي او دا احتمال شته چې د دغه هېواد هوایي چلند هم پکې شامل شي ځکه چې په قاچاقي ډول خلکو ته اسانتیاوې برابروي چې لومړی مينسک بیا د بېلاروس-اروپایي ټولنې سرحدونو ته دا کسان انتقال شي.

د اروپایي کمېشن مشرې دا خبرې د نومبر پر ۱۰مه (پرون) تر هغه وروسته خبریالان ته وکړې چې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره یې په واشنګټن کې غونډه وکړه.

سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر بایډن او ون ډېر لاین د اروپایي ټولنې په سرحدونو کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې او د غیرقانوني کډوالو د راماتېدو په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG