د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو د کډوالو د وضعیت پر سر د بېلاروس غندنه کړې


دا په داسې حال کې ده چې د بېلاروس او پولینډ ترمنځ پر پوله زرګونه کډوال بند پاتې دي. انځور- ارشیف
دا په داسې حال کې ده چې د بېلاروس او پولینډ ترمنځ پر پوله زرګونه کډوال بند پاتې دي. انځور- ارشیف

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې اروپايي ټولنې او امریکا د ناقانونه کډوالو د وضعیت پر سر د بېلاروس غندنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بېلاروس او پولینډ ترمنځ پر پوله زرګونه کډوال بند پاتې دي.

امریکا، برتانیې، اېستونیا، فرانسې، ایرلینډ، ناروې، او البانیا د نومبر پر ۱۱مه په یو ګډ بیان کې د بېلاروس غندنه وکړه او تور یې پورې کړ چې هغه هېواد "سیاسي اهدافو ته د رسېدو لپاره انسانان د وسیلې په توګه کاروي او د هغوی ژوند یې په خطر کې اچولی دی."

دوی د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې وویل چې دا کار د منلو نه دی او د سخت نړیوال غبرګون غوښتنه کوي.

په بیان کې د الېکساندر لوکاشېنکا رژیم هم د سیمې د ثبات له ګواښ سره په مخامخولو تورن شوی دی.

د اروپايي ټولنې مشران وايي, مېنسک له کسته د منځني ختیځ او د افریقا له هېوادونو مهاجرین هلته ورتګ ته هڅولي او بیا یې د غچ اخیستو لپاره له پولینډ، لېتوانیا او لاتویا سره خپلو پولو ته ټېل وهلي دي.

مېنسک د نوومبر پر ۱۱مه نېټه د اعلامیې په غبرګون لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې دا ډول تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG