د وزیرستان ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام داوړ مړی خاورو ته وسپارل شو

نور اسلام داوړ په ۲۰۱۴م کال کې د وزیرستان ځوانانو تنظیم جوړ کړی و او له هغه راهيسې یې د دې سازمان مشري کوله. 

د شمالي وزيرستان د ځوانانو سازمان د وژل شوي مشر نورالسلام مړی خاورو ته سپارل شوی دی.

د ميرعلي ملاګان کلي کې پرون مازیګر شوې جنازه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين، د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او په سلګونو نورو کسانو ګډون وکړ.

د جنازې مراسمو پر مهال منظور پښتين وویل چې يو وار بيا هغو خلکو ته لاس اچول شوی چې د ولس خبره کوي.

پر دې موقع محسن داوړ وويل چې نور اسلام هغه کس وو چې په سيمه کې يې د هدفي وژنو پرضد لومړی احتجاج کړی وو خو د ده په وينا له بده مرغه هغه نن پخپله د هدفي وژنې ښکار شو.

د هغه د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې او نه هم حکومت څوک تورن کړي يا يې نيولي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس چارواکي وايي، د وزیرستان ځوانانو د تنظیم مشر نور اسلام داوړ د اګست پر ۲۷مه په يو هدفي برید کې ووژل شو.

د شمالي وزیر ستان د پوليسو مشر شفيع الله ګنډاپور مشال راډيو ته وويل چې دا برید هغه مهال شوی چې کله نور اسلام داوړ له میر علي له بازاره خپل کلي حسوخيل ملاګان ته روان و.

د شفيع الله ګنډاپور په وینا، پر نور اسلام داوړ برید کوونکي وسله وال تر برید وروسته د پيښې له ځايه تښتېدلي دي.

پوليس وايي د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه درج شوې او پلټنې يې پيل کړې دي.

نور اسلام داوړ په ۲۰۱۴ز کال کې د وزیرستان ځوانانو تنظیم جوړ کړی و او له هغه راهيسې یې د دې سازمان مشري کوله.

د نوموړي په مشرۍ فعال دې تنظیم به په سیمه کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او د بنیادي سهولتونو د نیشتوالي پرضد احتجاجونه کول.

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ په احتجاجي غونډو، جلسو او لاریونونو کې هم فعاله برخه اخیسته.

پر نور اسلام داوړ شوی برید په روان کال کې په شمالی وزیرستان کې د هدفي وژنو ۴۰مه پېښه ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي‌ خلکو په وار وار په وزیرستان کې د روانې بدامنۍ او هدفي‌ وژنو پرضد پراخ احتجاجونه کړي دي.

دوی په دې احتجاجونو کې پوښتنه راپورته کوي چې د پاکستان حکومت او پوځ که په رښتیا سیمه له وسله والو پاکه کړې وي‌، نو بیا دا وژنې څوک کوي؟

پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور هم پورې کوي چې د دې بد امنیو ترشا په خپله د پاکستان جاسوسي ادارې لاس لري.

د پاکستان حکومت او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ تورونه ردوي او ادعا کوي چې په سیمه کې یې د وسله والو منظمې شبکې له منځه وړې دي او د روانو هدفي وژنو پرضد هم هلې ځلې کوي.