د انعکاس ټېلېوېژن د مشر پر کور چاپه وهل شوې او د شرق ټېلېويژن خپرونې درول شوي

په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې رسنۍ غوړېدلې دي. عکس له ارشیفه

د انعکاس ټېلېوېژن د خپرونو مدیر شکرالله پاڅون ادعا کوي چې طالبانو د ټېلېوېژن د مشر له کوره موټر او وسلې وړي دي.

نوموړي د اګست په ۲۲ مه نېټه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې د اګست پر ۲۱مه د طالبانو یوه ډله چې ځانونه یې د حقاني شبکې غړي يادول د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د انعکاس ټي وي د مشر انجینر زلمي کور ته ورغلل او د هغه له امنیتي مسوولینو یې وغوښتل چې انجینر زلمی دوی ته مطلوب دی، هر چېرته چې وي، ځان دې وروسپاري.

وسله والو د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر دويمه نېټه په جلال اباد کې د انعکاس راډيو ټېلېوېژن درې کارکوونکې وژلې وې

د پاڅون په خبره، امنیتي مسوولینو انجینر زلمی او د هغه ورور انجینر همایون له کوره په یوه پټه لاره خوندي ځای ته انتقال کړي ول، خو طالبانو د هغه له کوره درې میله وسله او څلور عرادي موټرې له ځانه سره يوړې.

شکرالله پاڅون زیاتوي چې تر چاپې وروسته ځینې کسان چې ځانونه يې د حقاني شبکې یادول دوه ورځې د انجینر زلمي کور د هغه د پیدا کولو په موخوه محاصره کړی وو.

طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ويلي خو تېره اوونۍ د دوی وياند ذبیح الله مجاهد ويلي ول چې عامه بښنه يې اعلان کړې او زیاته کړې یې وه د شريعت په چوکاټ کې رسنيو ته د کار اجازه ورکوي.

دا هم وګورئ: په جګړه کې دې زموږ ژوند ته پام وشي: د لوګر خبریالان

انعکاس ټېلېوېژن د تېرو څلورو کلونو راهیسې په جلال اباد کې نشریات کوي چې د ۲۰۲۰ ز کال د ډېسېمبر په ۱۰ نېټه د ټېلېوېژن د بېلابېلو خپرونو چلوونکې ملاله میوندۍ په یوه هدفي برید کې له خپل ډرايور سره ووژل شوه چې‌ مسوولیت یې داعش وسله والو منلی وو او د ۲۰۲۱ ز کال د فېبروري پر ۲۰مه نېټه د هم دې ادارې درې ښځینه همکارانې په دوه جلا بریدونو کې ووژل شوې چې مسوولیت یې کومې وسله والې ډلې نه وو منلی.

انعکاس ټېلېوېژن د همدې ګواښونو له امله یوه میاشت وړاندې په ننګرهار کې خپل نشریات په دې موخه درولي ول چې په کابل کې به دفتر پرانېزي او خپرونې به پیلوي.

د یو بل خبر له مخې په جلال اباد کې هم د شرق په نوم ټېلېوېژن خپل نشریات د نامعلومو وجوهاتو له امله ځنډولي دي.