د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جګړه کې دې زموږ ژوند ته پام وشي: د لوګر خبریالان


په لوګر کې د خبریالانو غونډه
په لوګر کې د خبریالانو غونډه

د جون پر ۱۱مه په لوګر کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیزو بنسټونو استازو د یوې ناستې په ترڅ کې د یو سیمه ییز خبریال حفیظ الله حقپرست وژل کېدل وغندل او د جګړې له ښکېلو خواوو يې غوښتنه وکړه چې یاده پېښه په جدیت سره وڅیړي.

حفیظ الله حقپرست د جون پر نهمه د لوګر مرکز اړوند د کلنګار په عرب خان کلا سیمه کې د طالب وسله والو او حکومتي عسکرو ترمنځ جګړه کې هغه مهال ووژل شو چې په خپله کرونده کې په کار بوخت و.

خبریالانو او د رسنیو استازو وویل، په دې وروستیو کې د دا ډول پېښو زیاتوالي افغان خبریالان د خپل ژوند د خوندیتوب په اړه له سختو اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

خبریالان وايي، تل یې هڅه کړې چې واقعیتونو ته انعکاس ورکړي، نو دوی باید په نښه نشي
خبریالان وايي، تل یې هڅه کړې چې واقعیتونو ته انعکاس ورکړي، نو دوی باید په نښه نشي

د باران رسنیز ګروپ مشر مطیع الله سرور مشال راډیو ته وویل: "که دولت دی، که طالب دی، دا وضاحت ورنه غواړو چې د حقپرست قاتلان څوک وو او په کومه ګناه په شهادت رسېدلی دی؟ خبریالان هره ورځ په پرلپسې ډول په افغانستان کې وژل کیږي، د خبریالانو زړه له کار نه تور شوی دی، حتا خبریالان په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه وځي. حالات دومره ترینګلي دي چې څوک کار ته زړه نه شي ښه کولی او باید دا موضوع وڅېړل شي. تر دې وروسته موږ د دې تحمل نه لرو چې زموږ خبریال دې ووژل شي، هغه که په جګړه کې وي او یا کوم بل ځای کې."

ازاد خبریال شفیع الله افغانزی وايي، چې د حفیظ الله حقپرست وژل کیدو د دې ولایت ټول خبریالان او د رسنیو کارکوونکي غمجن کړي او غواړي چې د دې پيښې عاملان پیدا او د خپلو کړو سزا وویني.

نوموړی وايي، خبریالانو تل هڅه کړې چې واقعیتونو ته انعکاس ورکړي نو دوی باید په نښه نه شي او د ژوند او فعالیت خوندیتوب ته يې پاملرنه وشي.


د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي هم په خپلو خبرو کې د جګړې له ښکیلو لورو وغوښتل، په هغو ځایونو کې دې له جګړو ډډه وکړي چې د ملکي خلکو د تلفاتو ویره په کې موجوده وي.

نوموړي وویل، ملکي وګړو ته د زیان د مخنیوي مسله يې څو څو ځلې په امنیتي مجلس کې شریکه کړې او بیا به هم په دې ټېنګار وکړي چې په ملکي هدفونو کې دې په کلکه له جګړو ډډه وشي.

د لوګر د ازادو خبریالانو د اتحادیې مشر نورالله ستانکزي د غونډې ۵ ماده ییزه اعلامیه ولوسته، چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي ول:

"د شهید حفیظ الله حقپرست د شهادت پېښه دې د جګړې ښکېل اړخونه په جدي او هر اړخیزه توګه وڅېړي. قاتل دې پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي. ژورنالیستان او خپلواکې رسنۍ ملکي اهداف دي؛ د جګړې له دواړو لورو غوښتنه کوو چې د دوی خوندیتوب او مصونیت برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي. د ژورنالیستانو له ملاتړو ټولنو، افغان دولت او نورو اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د شهید حقپرست له کورنۍ سره مرستې وکړي."

محمدګل نیازی د حفیظ الله حقپرست ورور دی نوموړی وايي، حقپرست یو داسې څوک وو، چې له خدمت پرته يې چا ته زیان نه وو رسېدلی.

وژل شوی خبریال حفیظ الله حقپرست
وژل شوی خبریال حفیظ الله حقپرست

نوموړی زیاتوي، حقپرست په کلي او قوم کې هم د خیر سړی وو، غوښتنه يې دا ده چې د رسنیو بنسټونه او نورې ادارې د ده پر کورنۍ همېشنۍ پاملرنه او مرسته هېره نه کړي.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د حقپرست د مړینې مسوولیت نه دی منلی.

حفیظ الله حقپرست له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې په لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی و خو له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې یې له کومې رسنۍ سره دنده نه درلوده.

XS
SM
MD
LG