ننګرهار کې دیني عالمانو سرتېرو ته خپله وینه نذرانه کړه

په ننګرهار کې د دیني عالمانو غونډه.

د افغانستان د ختیځ زون په کچ د دیني عالمانو شورا په سلګونو غړو په جلال اباد کې د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ تر څنګ خپله وینه ټپي شويو سرتېرو ته ورکړه او ژمنه یې وکړه چې له خپلو منابرو څخه به د اوسني نظام په ملاتړ ولس ته پوهاوی ورکوي.

د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ او ټپي شويو سرتېرو ته د ویني ورکولو په موخه دا غونډه چې پر ننګرهار سربېره په کې د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو دیني عالمانو برخه لرله، د اګست پر اوومه نېټه په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه.

دې غونډې ته د ننګرهار د حج، ارشاد او اوقافو رييس قاري محمد داود مجاهد په خپله وینا کې وویل:

"نننۍ برنامه په همدې موخه ده چې د ختیځ زون دیني عالمان دا ثابته کړي چې دوی له خپلو ملي امنیتي ځواکونو اتلانو او سربازانو سره د خپلې ویني په بدل کې د دوی تر شا ولاړ دي او د دوی حمایت کوي. ویاړم په خپلو دیني عالمانو چې د خپلو سرښاندو ځواکونو تر شا ولاړ دي او د دوی حمایت او ملاتړ کوي."

دا هم وګورئ:

ننګرهار کې قومي مشرانو او دیني عالمانو د اوربند غوښتنه وکړهنور جګړه بس کړئ: دیني عالمانپه ننګرهار کې قبایلي مشرانو د جمهوري نظام په ملاتړ غونډه وکړهننګرهار کې د دیني عالمانو هدفي وژنې زیاتې شوي

د کونړ ولایت د دیني عالمانو د شورا رييس ضیاالرحمن الله یار غونډې ته په خپله وینا کې وویل، اوس دوی یوازې خپله وینه خپلو سرتېرو ته نذرانه کوي، خو د اړتیا پر مهال به ورسره اوږه په اوږه په سنګر کې د مخالفینو پر وړاندې وجنګېږي:

"د افغانستان امنیتي ځواکونه او سرتېري د اسلام مبین دین ساتي او د افغانستان سرحدونه ساتي او د افغانستان عسکر دي، خو موږ دیني عالمان د دې عسکرو عسکر يوو او په دې افتخار کوو. موږ په ډېر افتخار خپله وینه دې سرتېرو ته ورکوو او د ضرورت پر وخت کې به د شرقي رون ديني عالمان له خپلو سربازانو سره اوږه په اوږه له خپل هيواد نه د دفاع په سنګر کې ولاړ وي."

د ننګرهار والي ضباالحق امرخېل له دیني عالمانو څخه د مننې په ترڅ کې پر هغوی غږ وکړ چې د خپلو منابرو له لارې ولس ته حقایق ووايي:

"علمای کرامو، د درد او رنج ځای دا دی چې موږ د دین په نامه وژل کېږو، د خفګان ځای دا دی چې موږ په مسجد کې وژل کېږو، موږ پر رکوع او سجده وژل کېږو او حتی موږ په الله اکبر وژل کېږو. نو نن د دې وخت رارسېدلی چې دین تفسیر کړئ، دین تر کورونو ورسوئ او دا پر تاسو د دې ولس حق دی چې دین په ښه شکل بیان کړئ."

د غونډې په پای کې دیني عالمانو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه په ستاینلیکونو او ډاليو هم ونازول او په یوه پرېکړه لیک کې يې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له دیني عالمانو وغوښتل چې ملي امنیتي ځواکونو ته خپلې وینې نذزانه کړي.