د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې قومي مشرانو او دیني عالمانو د اوربند غوښتنه وکړه


دیني عالمان وايي، په کار دې لوموړی اوربند وشي او بیا د سولې خبرو لپاره اجنډا جوړه شي.
دیني عالمان وايي، په کار دې لوموړی اوربند وشي او بیا د سولې خبرو لپاره اجنډا جوړه شي.

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې په سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د یوې غونډې په تر سره کولو سره د افغانستان له اوسني جمهوري نظامه د ملاتړ تر څنګ په افغان حکومت او طالب استازو غږ وکړ چې د تلپاتې سولې لپاره دې دایمي اوربند ورکړي.

د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو په سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو او د ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمېر غړو د یوې غونډې په ترڅ کې چې د اکتوبر په اتمه نېټه د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په افغانستان کې د جمهوري نظام د ملاتړ تر څنګ په افغان حکومت او طالب استازو غږ وکړ چې د تلپاتې سولې لپاره دې دایمي اوربند ته غاړې کېږدي.

د ننګرهار د دیني عالمانو په استازيتوب مولوي عبدالغفار صدیقي وویل، دا درېیمه اوونۍ ده چې په قطر دوحه کې د طالب استازو او افغان حکومت تر منځ خبرې پیل شوي خو تر اوسه يې د خبرو اجنډا نه ده ټاکلې.

د ده په خبره په کار ده چې اول اوربند وشي او بیا د سولې خبرو لپاره اجنډا جوړه شي.

نوموړي وویل:"دا څنګه مذاکرات دي، درې هغتې تېرېږي او دوی په احنډا باندې موافقې ته نه رسېږي. دلته اور بل دی. د ټولو افغانانو دا غوښتنه ده چې اول دې اوربند وشي، بیا دې په اجنډا باندې په سړه سینه مباحثه وکړي چې داسې پرېکړې ته دوی ورسېږي چې د تل لپاره د افغانانو د سوکاله ژوند سبب وګرځي."

په ننګرهار کې د کونړ مېشتو په استازیتوب محمد انور سلطاني له افغان حکومت او طالب استازو وغوښتل چې افغانستان له اوسني بحران څخه راوباسي.

نوموړي زیاتوي: "زه په طالبانو او د حکومت په استازو په اول قدم کې غږ کوم چې د نظام په استحکام کې سوله اساسي معیار دی. باید چې د سولې لپاره ډزبند وکړي او د ډزبند نه وروسته د یو بل د منلو په سیاست او د پرديو د عدم مداخلت په چوکاټ کې خپل هیواد د پرديو له پنجو څخه وساتي او افغانستان له بحرانه راوباسي."

د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالروف شپون وویل، که طالب استازي اوربند ته غاړه کېږدي، دی به يې په ولسي جرګه کې استازیتوب وکړي:

نوموړي وايي: "که نن طالب اوربند وکړ، د طالب وکیل به په پارلمان کې زه یم او زما رایه به د طالب په صندوق کې وي. ما ته ملا هیبت الله، اشرف غني او ډاکټر عبدالله هیڅ مطرح نه دي، ما ته خپل ولس مطرح دی، څوک چې زما د ولس وینه بندوي، هغه زما رهبر دی."

دې غونډې کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم هم ګډون کړی و. نوموړي رسنیو ته وویل چې افغان دولت د داسې سولې غوښتونکي دی چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي پاتې شي.

نوموړي زیاتوي: "د افغانستان حکومت په هیواد کې سوله غواړي، امن غواړي، ثبات غواړي خو داسې ثبات غواړي چې د هر افغان عزت په کې خوندي وي، زموږ ټول ارزښتونه په کې خوندي وي، زموږ د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي چې د هغوی له جملې څخه یوه هم د بیان ازادي ده."

د یادونې وړ ده چې د سېپټېمبر پر ۱۳مه د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي خو لا هم د سولې د خبرو لپاره په اجنډا جوړولو سره موافقې ته نه دي رسيدلي.

XS
SM
MD
LG