د لاسرسي ځای

تازه خبر

نور جګړه بس کړئ: دیني عالمان


دیني عالمانو او مشرانو د خبري غونډې پر مهال د سولې غږ وکړ
دیني عالمانو او مشرانو د خبري غونډې پر مهال د سولې غږ وکړ

د ننګرهار دیني عالمان له افغان حکومت او له وسله والو مخالفانو غواړي چې وینه تویدنه نوره ودروي او د سولې فرصتونه له لاسه ورنه کړي.

دوی وایي، اوس د دې وخت دی چې ښکېلې خواوې د سولې لپاره پر یو بل د سختو شرایطو د کېښودو پرځای یو بل وزغمي او جنګ ودروي.

د ننګرهار دیني عالمان وایي، د ټولو دیني عالمانو مسولیت دی چې په دې اړه د ممبر له لارې پرښکېلو خواوو غږ وکړي او د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره ښکېلې خواوې سولې ته وهڅوي.

د دوی له ډلې مولوي عبدالحق وویل، کاله کېږي چې د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ په جګړو کې بې ګناه افغانان وژل کېږي چې په خبره یې، ولس نور د ناورینونو زغم نه لري او سوله غواړي.

"کومه سوله چې روانه ده، موږ ورته دعا او ملاتړ ترې کوو او په ټولو افغانانو او طالبانوغږ کوو چې د سولې، امن، یووالي، ورورولۍ لپاره له بعضو شیانو تېر او له خپلو مسلمانانو ورونو سره یو ځای شئ تر څو دا ۱۹یا ۲۰ کاله چې کومې ناخوالې په دې ملک کې تېرې شوې، دې ته د پای ټکی کېښودل شي، د یووالي او ورورۍ پرټغر راټول او په خپل ملک کې ژوند وکړو."

یو بل دیني عالم مولوي الله محمد مجیدي که څه هم په ښکاره ډول د چا یا ډلې نوم وانخیست خو زیاته یې کړه چې کړۍ هڅه کوي چې د سولې روانې خبرې له خنډ سره مخ کړي خو پر ښکېلو خواو غږ کوي چې هېڅ کله اجازه ورنه کړي چې څوک د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

دی وایي، د افغانستان ټول ولسونه او خلک سوله غواړي او د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي خو په خبره یې، ځېنې کړۍ دي چې د خپلو اغراضو او ګټو لپاره د سولې د خبرو د سبوتاژ کولو هڅه کوي او وایي، د افغانانو اراده د سولې په اړه سپېڅلې ده او هیله ده چې درناوی ورته وشي.

"دې خاوره کې چې څوک سوله راولي، موږ یې تایید کوو، د دې سولې په خلاف چې هرڅوک وي، په هره بهانه وي، په هر شکل وي او د سولې مخالفت کوي او په یوه بهانه او بله بهانه ورته خنډونه ایجادوي، موږ یې مخالفت کوو او ترې غواړ چې د خدای لپاره پر افغانونو نور رحم وکړئ، په دې کونډو او خاوره نور رحم وکړئ، له مخالفته تېر شئ او په شریکه په شریکه د سولې ترشا ودرېږئ او ملاتړ یې وکړئ."

وسله والو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو امکان رسماً نه دی تائید کړی، په داسې حال کې چې دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې ۱۰ پړاو خبرې رواني دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د امریکا او طالب استازو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې هوکړې لاسلیک او د اړوندو مراسمو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر ۱۷مه شپه پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي د جنورۍ پر ۱۷مه مازیګر او د چارشنبې په ورځ له امریکايي پلاوي سره ولیدل او ګټورې خبرې یې ورسره کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG