د بلوچستان حکومت نوي ډويژنونه جوړ کړل

د بلوچستان نقشه

د بلوچستان حکومت د صوبې پښتون مېشته سيمې ژوب ډویژن په دوو برخو ویشلی او له قلعه عبدالله یې چمن جلا کړی دی.

​د بلوچستان ګورنر امان الله یاسین زي د يو نوټيفیکېشن له لارې کړي حکم کې د لورالايي په نوم نوی ډويژن جوړ کړی دی. د جون په ۲۹مه نیټه شوې دې پرېکړې تر مخه به اوس چمن جلا او قلعه عبدالله جلا ضلعه وي. په قلعه عبدالله کې به تحصیل قلعه عبدالله ، تحصیل ګلستان او سب تحصیل دوبندي او په چمن کې د چمن ښار اوتحصیل صدر چمن شامل وي.

دا هم وګورئ: بلوچستان حکومت کې نوی بحران

دنوټیفیکشن له مخې له ژوب ډويژنه لورالاي بېله شوې او جلا ډويژن شوی دی.

پښتنو سياستوالو د دې کار هرکلی کړی دی. د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر او په بلوچستان اسمبلي کې د دې ګوند استازي اصغرخان اڅکزي د جون په ۳۰مه مشال رېډيو ته وويل چې دوی له تېرو درې کلو راهیسې دا غوښتنه درلوده. ((دا د وسايلو او سیاست له پلوه ارزښتمن کار دی.))

د بلوچستان د وکیلانو داتحادیې غړي منیرکاکړ ایډوکېټ مشال رېډيو ته وويل چې د نوو ډويژنونو جوړېدل به خلکو ته سهولتونه برابر او په کلني بجټ کې به یې ونډه زیاته کړي.

تر دې مخکې په بلوچستان کي شپږ ډویژنونه او ۳۲ ضلعې وي.