د پاکستان پرمختګ د صنعتي برامداتو په زیاتولو کې دی: عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن ( د مې پر ۲۸مه) د نوښار په رشکۍ کې د ځانګړې اقتصادي زون افتتاح وکړه. رشکۍ اقتصادي زون د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ لاندې جوړېږي.

په نوښار کې د پرانستې دستورې ته په وينا کې وزيراعظم عمران خان وويل چې رشکۍ اقتصادي زون د سيپيک (چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ) برخه ده او دا به په سيمه کې د پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.

وزیراعظم عمران خان وویل د ملک ترقي یې په صنعتي کولو کې ده. د چین له پرمختګه پاکستان ډېر څه زده کولای شي، ځکه چې د چین ترقي نوې او اوسنۍ ده.

دا هم وګورئ: د نوښار اقتصادي زون غځولو چارې پرانیستل شو

د اقتصادي زون پرانیستونکې غونډې ته په وینا کې وزیر اعظم وویل چې ملکي معیشت یې له سختو حالاتو راوتی او اوس پر بره روان دی.

"پاکستان ته صنعتونه پکار دي چې برامدات وکړي، خپل تیار څیزونه پر نورو هېوادونو وپلوري. پاکستان په تېرو ۵۰ کلونو کې برامداتو ته پام نه دی اړولی. تر څو چې د دې هېواد څیزونه پر نورو ملکونو و نه پلورل شي نو پیسه به څنګه زیاتېږي. د غنمو، غلې، بورې یا د وریژو په برامدولو خو پاکستان پرمختګ نه شي کولای. چیناېانو خاص پاملرنه برامداتو ته واړوله او په دې یې ترقي وکړه."

وزيراعظم وویل چې د پانګونې لپاره چې څومره ډېرې اسانتیاوې شتون لري نو له هغې سره پانګوال د پانګونې لپاره راځي. د ده په وینا پاکستان کله هم د پانګوالو لپاره غوره ملک نه دی پاته شوی، هغوی ته د اسانتیاوو پرځای ستونزې جوړې شوې دي.

دا هم وګورئ: د رشکۍ صنعتي زون ودانولو چارې پیل شوې

د پاکستان سرکاري رېډیو وايي چې د نوښار په رشکۍ کې د اقتصادي زون یا سیمې جوړولو لپاره تر زر اېکړه زیاته مځکه اخیستل شوی. د سرکاري راډیو د خبر له مخې له دغې پروژې سره به په سیمه کې شا او خوا درې لکه خلکو ته د روزګار موقعې برابرې شي.په دې اقتصادي زون کې بېلا بېل صنعتونه جوړېږي چې پکې د رختونو، انفارمېشن ټيکنالوجۍ، انرجۍ، او د خوراکي شیانو جوړولو هغه شاملې دي.

د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه په ۲۰۱۴ز کې پیل شوی وه چې تر مخې یې چین په پاکستان کې تر ۶۰ بلین ډالرو زیاته سرمایه کاري کوي.