د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوښار اقتصادي زون غځولو چارې پرانیستل شو


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د زیارت/پنجشنبې (ډېسېمبر ۱۰مه) په ورځ د نوښار اقتصادي زون غځولو چارې پرانیستې.

د ډېسېمبر پر ۱۰مه، د دې اقتصادي زون اړوند د کارخانو او کاروبارونو د پرانستو پرمهال نوموړي کاروباریانو ته د پلاټونو او کارخانو لپاره د ځمکو پټې هم ووېشلې.

په دغه شپږ اویا ایکړه ځمکه کې به ۶۰ کارخانی جوړېږي.

د صنعتي چارو لپاره د اعلا وزیر سلاکار عبدالکریم خان پر دې مهال وویل چې دلته به ګڼې کارخانې جوړېږي چې پکې به ډېرو خلکو ته روزګارونه پیدا شي.

د نوموړي په وینا، هلته به د سنګ مرمرو، دواګانو او خوراکي څیزونو په ګډون ګڼې نورې کارخانې جوړېږي چې له ۱۰ څخه تر ۱۲،۰۰۰ پورې خلک به روزګار ومومي.

عبدالکریم خان وویل، حکومت یې کوشش کوي چې خلکو ته روزګارونه پیدا شي او د دې مقصد لپاره کاروباری ځایونه جوړوي.

نوموړي زیاته کړه چې دا د نوښار اقتصادي زون سره اړونده کاروباري ځای دی چې د صوبايي خیبر پښتونخوا حکومت لخوا جوړېږي.

په نوښار ضلع کې جلوزی او رشکۍ اقتصادي زونونه لا د وړاندې پرانستل شوي چې په هغه کې یوازې رشکۍ اقتصادي زون د چېن - پاکستان اقتصادي راهدارۍ برخه ده.

په دغه اقتصادي زونونو کې تیارېدونکې څیزونه به نه یوازې په پاکستان بلکې افغانستان او منځنۍ اشیا ته هم وړل کېږي.

د اقتصادي زون غځولو په پرانیسته د سیمې عام کاروباریان هم خوشاله دي، خو په قبایلی ضلعو کې تر دې دمه یواځې مومند ماربلز سټي چې اوس یې نوم خیبر پښتونخوا اکنامک زون دی، تیار شوی.

د قبایلي ضلعو د تر ټولو مخکېني باجوړ چېمبر اف کامرس مشر لالی شاه پښتونیار وایي، چې د باجوړ په شمول په ټولو قبایلي ضلعو کې هم باید داسې ځایونه جوړ شي، ځکه چې د دوی سیمه له افغانستان سره تړلې ده، نو کاروباریانو ته به یې ګټه هم زیاته پاته کېږي او د شیانو وړل یا راؤړل به هم زر او اسانه کېږي.

"موږ غواړو چې په هره قبایلي ضلعه کې اکنامک زون جوړ شي او باجوړ کې هم جوړ شي، نو دا به د حکومت هغه بهانه هم ختمه کړي چې وایي، له تاسو سره څه دي چې د پولې پورې غاړه (افغانستان) ته یې یوسئ."

د وزیر اعلا مشیر عبدالکریم خان بیا زیاته کړه چې د دوی په نورو کاروباري ځایونو کې له شمالي نه تر جنوبي ضلعو پورې ډېر ځایونه شامل دي او لنډو ورځو کې به د دغه ځایونو پرانستې هم کېږي.

"زموږ تر منصوبو لاندې په جلوزو کې کار روان دی، پلاټونه خلکو اخیستي او تعمیرات روان دي، ورپسې په ډېره اسماعیل خان کې یو سل یو کم نوي ایکړه ځمکه باندې اکنامک زون دی، په غازي کې یو صنعتي ځای دې او یو په چترال کې هم دی."

له دې وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومت له خوا د جاری شویو بیانونو تر مخه رشکۍ سپیشل اقتصادي زون به ۵۰،۰۰۰ او ډېره اسماعیل خان اقتصادي زون به ۳۰،۰۰۰ خلکو ته روزګارونه ومومي.

XS
SM
MD
LG