د کوټې څلور ستوریز هوټل کې له چاودنې پینځه تنه وژل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اپرېل پر ۲۱مه شپه د یوه څلور ستوریز هوټل (سېرینا) په پارکینګ کې له چاودنې د یوه پولیسوال په ګډون پینځه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. چاودنه پر داسې مهال شوې چې په پاکستان کې د چین سفیر د کوټې پر دوره وو او په همدې هوټل کې اوسېدلو خو د چاودنې پر وخت هغه په هوټل کې موجود نه وو. نور حال په دې ویډیويي راپور کې