پېښور های کورټ د بشري حقونو فعال، پروفیسر محمد اسماعیل د خوشي کولو ضمانت منظور کړی دی.
د هغه لور ګلالۍ اسماعيل چې پخپله هم د بشري حقونو لپاره د کړي فعاليت لپاره پېژندل کېږي، د اپرېل په دولسمه پر ټويټر ليکلي چې د پلار ضمانت یې په همدغه ورځ منل شوی. نوموړې د هغو ټولو خلکو مننه کړې چې د پروفیسر اسماعيل د خوشي کېدلو لپاره یې اواز پورته کړی وو.
My father has been granted bail by the High Court today. He spent more than two months behind the bars. It was a hard time for our family. I thank everyone who supported us during this period and raised voice against incarceration of my father.
— Gulalai Ismail ګلالۍاسماعیل (@Gulalai_Ismail) April 12, 2021
تر دې مخکې د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان ايمنسټي انټرنیشنل پر پاکستان غږ کړی وو چې هغه دې ژر خوشې کړي.
پروفېسر اسماعيل ۷۱ ورځې مخکې نيول شوی وو. پر هغه تور پورې شوی وو چې له بهرنيوو هېوادونه یې پېسې اخیستې، د ترهګرو ډلو مرسته او د پاکستان ریاست سره یې غداري کړې ده. خو د نوموړي وکيلانو او کورنۍ دا تورونه بې بنیاده بللې وو.
د پروفېسر اسماعيل پر مېرمن هم ورته تورونه پورې شوې دي چې هغه یې ردوي. ګلالۍ اسماعيل د اپرېل په دولسمه مشال رېډيو ته وويل چې مور ته یې اجازه ورکړل شوې چې که غواړي نو ضرور نه دی چې په عدالت کې د مقدمو اورېدنو ته ورشي.
دا هم وګورئ: پر پروفیسر اسماعیل او کورنۍ یې مقدمه بې بنیاده ده: اېډوکېټ فضل الهيګلالۍ اسماعيل څو ځل په دې اړه په احتجاجونو کې ويلي وو چې پلار ته یې د هغه د بشري حقونو او د دې د مبارزې سزا ورکول کېږي.
ګلالۍ اسماعيل دا وخت په امريکا کې اوسيږي. هغه په پټه هلته تللې وه. په اسلام اباد کې پوليسو پر هغې تور پورې کړی وو چې د ریاست خلاف یې د خلکو د راپارولو هڅه کړې نو ځکه بايد ګرفتاره شي خو دې دا تورونه رد کړې دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.