د مسکو غونډه به د دوحې بین الافغاني خبرو ځای و نه نیسي: امریکا

قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه به په دوحه کې د بین الافغاني خبرو ځای و نه نیسي.

دا خبره د دې وزارت مرستیال ویاندې جلینه پورټر پرون (د مارچ پر ۱۶مه) په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

نوموړې دغه راز وویل چې امریکا نه د کومې بلې غونډې د کوربه توب پلان لري او نه ویلی شي چې نژدې راتلونکې کې نورې غونډې په پام کې دي او که نه؟

خو جلینه پورټر تایید کړه چې په مسکو کې د مارچ ۱۸مې په غونډه کې به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې کابل ته یې دوه ورځنی سفر د مارچ پر ۱۶مه سر ته ورساوه، ګډون وکړي.

نوموړې زیاته کړه، خلیلزاد په دې سفر کې هڅه کوي چې د افغان سولې پروسه ګړندۍ کړي چې په نتیجه کې یې یو جوړ جاړی او تل پاتې اوربند وشي.

دا هم وګورئ:

د افغانانو پر برخلیک معامله نه‌کوو: د امریکا لیک ته د امرالله صالح غبرګونخلیلزاد د هدفي بریدونو درولو غوښتنه وکړهطالب مشران پاکستان کې دي او هلته یې د ټپیانو درملنه کېږي: د ملا برادر ویډیو

د مسکو په غونډه کې دغه راز د چین، روسیې او پاکستان د استازیو ترڅنګ د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي هم ګډون کوي.

د افغانستان د دولت د دولس کسیزي پلاوي مشري به د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د لس کسیز هغه به د دې ډلې مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر کوي.