د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد د هدفي بریدونو درولو غوښتنه وکړه


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې اوربند او سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي او دوی هم چمتو دي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ماین چاودنې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي دي.

خلیلزاد د ډېسېمبر پر ۲۴مه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "دا ډول قتلونه او هدفي وژنې باید بندې شي. افغانان سوله غواړي او اوربند او سیاسي هوکړه بیړنۍ اړتیاوې دي."

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې په کابل کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د اجراییه مشر یوسف رشید او په کاپیسا کې د مدني فعالې فرشته کوهستانۍ له وژنو وروسته کړي.

که څه هم د دې وژنو مسوولیت څوک نه مني، خو افغان حکومت یې تر ډېره پړه پر وسله ‌والو طالبانو اچوي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او یوې سیاسي هوکړې ته د لاس ‌رسي غوښتنه یوازې د امریکا په ځانګړي استازي پورې محدوده نه ده، بلکې تازه د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر او د محمدیه علماوو سازمان رئیس یوسف کالا هم له ولسمشر غني سره په کتنه کې له طالبانو د تاوتریخوالي پای ته رسول غوښتي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې ښاغلي کالا ویلي، اندونیزیا غواړي د یوه ستر اسلامي هېواد په توګه د افغانستان د سولې په پروسه مرسته او همکاري وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال مشال راډیو ته وویل، یوسف کالا همدا ډول دغه شان د سولې خبرو د کوربه ‌توب او په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په اړه د نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړېدو ته چمتووالی ښودلی.

دی وايي: "دوی په اندونیزیا کې د اسلامي نړۍ د علماوو په ګډون د یوه کنفرانس د جوړېدو لپاره چې د افغانستان د سولې بحث او خبرې وکړي، چمتووالی وښود او زیاته یې کړه، اندونیزیا چمتو ده چې د سولې خبرو د یوه پړاو کوربه‌توب وکړي. "

د محمدیه علماوو سازمان رئیس د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس سره په کتنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د منځګړتوب غوښتنه هم کړې.

په کابل کې د ملي مصالحې د عالي شورا له غړو سره د اندونیزیا د پخواني مرستیال ولسمشر او د محمدیه د علماوو سازمان رئیس یوسف کالا لیدنه
په کابل کې د ملي مصالحې د عالي شورا له غړو سره د اندونیزیا د پخواني مرستیال ولسمشر او د محمدیه د علماوو سازمان رئیس یوسف کالا لیدنه

که څه هم افغان حکومت په دې اړه څه نه وايي، خو طالبان بیا وايي، ټولو هغو هڅو ته د قدر په نظر ګوري چې له مخې یې د افغانستان ستونزه پای ته ورسېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم مشال راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "اندونیزیا یو مهم او پر نفوسه اسلامي هېواد دی او دوی ورسره نږدې او ښې اړیکې لري، خو د مذاکراتو لپاره د ځای ټاکل د دواړو ټیمونو په هوکړه ټاکل کېږي. "

هغه خبرې چې دواړه لوري یې مهمې او د سولې خبرو اصلي منځ ‌پانګه بولي، خو له دې ټولو سره-سره په افغانستان کې هدفي وژنو زور اخېستی او ورځ تر بلې د نامعلومه کسانو له‌خوا د افغانستان مطرح څېرې، خبریالان او مدني فعالان په نښه کېږي، هغه پېښې چې په ځان پسې ډېر اندېښنې او شکونه زېږوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG