د ښځو نړیواله ورځ: اسلام اباد کې د ښځو لاریون او پېښور کې د نجونو سیالۍ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تېر په څېر دا ځل هم د مارچ پر اتمه د ښځو جمهوري ټولنې (وېمن ډېموکریټېک فرنټ) د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې د عورت ازادي مارچ په نوم لاریونونه وکړل. په عین وخت کې د خیبر پښتونخوا د لوبو ادارې د پېښور په قیوم لوبغالي کې د نجونو د سپورټي سیالیو تابیا کړې وه چې پکې د پاکستان له بېلا بېلو برخو لوبغاړو ګډون وکړ. د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د لاریون او لوبو په اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.