علي وزیر د ۱۲ ورځو لپاره پولیسو ته حواله کړل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د ولس استازی علي وزیر د ۱۲ ورځو لپاره په جسماني ریمانډ پولیسو ته حواله کړل شو. علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۸مه له پېښوره کراچۍ ته وړل شوی وو او د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو. پښتون ژغورنې غورځنګ پر وزیر لګېدلی تور ردوي. په دې اړه د مشال راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.