عمران خان د نومبر پر۱۹مه د یوې ورځې په رسمي سفر کابل ته ځي څو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو باندې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وغږیږي.
دا خبره د پاکستان د حکومت باوري سرچینو د نومبر پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال ته کړې ده.
د پاکستان یو شمېر رسنیو هم د عمران خان د سفر په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
دا به لومړی وار وي چې وزیراعظمۍ ته تر رسېدو وروسته عمران خان افغانستان ته سفر وکړي.
دا هم وګورئ: افغان ولسمشر عمران خان ته د کابل د سفر بلنه ورکړهافغان ولسمشر اشرف غني د سېپټمبر پر ۲۵مه د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت په اهمیت غږیدلی و او هغه ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.
د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي هم د افغان سولې په تړاو په یوه ويډیو کنفرانس کې د عمران خان د سفر یادونه کړې ده.
داوودزي په دغه کنفرانس کې د خپلو خبرو یوه برخه د نومبر پر ۱۳مه په ټوېټر باندې شریکه کړې ده او لیکي:
"په ډېر نږدې راتلونکي کې د پاکستان د وزیراعظم د همکار رزاق داوود په مشرۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راځي او په تعقیب به یې عمران خان هم سفر وکړي."
داوودزي پرته له دې چې د عمران خان د سفر نېټه په ډاګه کړي د ولسمشر غني د متبادله سفر یادونه هم وکړه.
هغه د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د ډېر بدلون یادونه وکړه او ویې ویل چې له پاکستانه په تېرو ۱۹ کلونو کې دا تمه چې طالبان دې په زور د خبرو میز ته راولي کارنده نه وه.
پاکستان ادعا لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې یې اغېزمنه همکاري کړې ده.
عمران خان په وار وار د طالبانو او امریکا تر منځ د فبروري پر ۲۹مه په دوحه کې شوی تړون د پاکستان د اسانچارۍ نتیجه بولي.
دا هم وګورئ: افغان حکومت د پاکستاني مذهبي مشر حامدالحق څرګندونې وغندلېد افغانستان حکومت او امریکا هم په دې باور دي چې پاکستان په طالبانو اغېز لري او په کار ده چې له دې اغېزې په کار اخېستلو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره رښتینی هڅې وکړي.
کابل ته د عمران خان د سفر په اړه راپورونه داسې وخت خپریږي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو بلل شوی او د مخامخ جګړو په زیاتېدو سربېره په ښارونو کې هدفي وژنې او بمي چاودنې هم ډېرې شوي.
حکومت د تاوتریخوالي د زیاتېدو پړه په طالبانو اچوي او وايي چې طالبانو اوس د جګړو د چل ول په بدلولو ملکیان هدف ګرځوي او تاوتریخوالی یې زیات کړی.
طالبانو تازه په یوه اعلامیه کې افغان حکومت تورن کړی چې د دوی په خبره په کابل او لویو ښارونو کې د عالمانو، سیاسي شننونکو، مدني فعالانو او مخورو شخصیتونو ترور ته ملا تړلې ده او د طالبانو پر ضد یې پروپاګند پیل کړی.