د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د پاکستاني مذهبي مشر حامدالحق څرګندونې وغندلې


حامد الحق د مولانا سمیع الحق زوی او ځایناستی دی. سمیع الحق په اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې مشر او د طالبانو ملاتړی و.
حامد الحق د مولانا سمیع الحق زوی او ځایناستی دی. سمیع الحق په اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې مشر او د طالبانو ملاتړی و.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د پاکستان د یوه مذهبي مشر حامدالحق هغه څرګندونې په کلکه غندلې چې ویلي یې دي افغان حکومت دې وسله والو طالبانو ته تسلیم شي.

یاد وزارت دا غبرګون د نومبر پر شپږمه ناوخته په یو خبرپاڼه کې ښودلی دی.

دا له هغه وروسته ده چې حامدالحق د نومبر پر پنځمه، د پېښور زبیریه مدرسې ته ورغلی و او د افغانستان په تړاو یې خبرې کړې وې.

نوموړي هلته د وینا پر مهال طالبان بریالي وبلل او افغان حکومت ته یې وړاندیز وکړ چې وسله والو طالبانو ته دې تسلیم شي.

حامد الحق د مولانا سمیع الحق زوی او ځایناستی دی. سمیع الحق په اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې مشر او د طالبانو ملاتړی و.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت، د پاکستان له اسلامي نظریاتي شورا غوښتي چې د حامدالحق د څرګندونو په تړاو دې خپل دریځ روښانه کړي.افغان حکومت د پاکستاني مذهبي مشر حامدالحق څرګندونې وغندلې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG