خوست کې وزیرستاني کډوال خپلو کلیو بانډو ته ستنېدل غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، د پاکستان حکومت دې د هغوی د بیرته ستنولو انتظام وکړي. حکومت وايي، دا خلک ځکه نه ستونوي چې د شمالي وزیرستان ځینې سیمې لا هم له وسله والو پاکې شوې نه دي. خو وزیرستاني کډوال وايي، که شمالي وزیرستان ته یې نه شي ستنولی، حکومت دې هغوی بنو یا د پاکستان کومې بلې سیمې ته ولېږدوي. د دغو خلکو په وینا سوړ ژمی راروان دی او هغوی یې لپاره هېڅ انتظامات نه لري. عمر وزیر پر دې موضوع راپور لري.