د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اګست پر ۲۶مه د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې.
د پاکستان د وزيراعظم دفتر خبرپاڼه ليکي چې دواړو مشرانو له يو بل سره پر ټليفون خبرې وکړې او د افغان سولې پر ارزښت يې ټينګار وکړ.
د خبرپاڼې له مخې عمران خان وويل چې پاکستان د سولې د بين الافغاني مذاکراتو ژر پيلېدو ته سترګې په لار دی. عمران خان پر دې مهال زياته کړه چې پاکستان به په افغان سولې بهير کې خپلې همکرۍ ته دوام ورکوي.
Prime Minister @ImranKhanPTI had a telephone call with Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE), Chairman of the High Council for National Reconciliation. pic.twitter.com/KTqSM3Jpd8
— Prime Minister%27s Office, Pakistan (@PakPMO) August 26, 2020
نوموړي پردې مهال زياته کړه چې هغه مخکې هم په دې باور و چې افغان شخړه پوځي حل نه لري. خبرپاڼه د عمران خان له خولې ليکي چې افغان مشران بايد د سولې له دې تاريخي فرصته ګټه پورته کړي.
په عين حال کې ډاکټر عبدالله هم پر خپله ټويټر پاڼه له پاکستاني وزيراعظم سره د ټليفوني مکالمې ذکر کړی او په افغان سولې بهير کې يې د پاکستان ملاتړ ستايلی دی.
In a phone call with HE @ImranKhanPTI, I appreciated PAK%27s support for the peace process. We reiterated on the unique opportunity to reduce violence, start I/A talks & pursue a path to a dignified & durable peace.I thanked the PM for invitation, & visit Pakistan in near future. pic.twitter.com/xcb4ulEXlI
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) August 26, 2020
نوموړي ليکلي چې له عمران خان سره يې د ټليفوني خبرو پر مهال خپل هوډ تکرار کړ چې په تشدد کې کموالی او د سولې بين الافغاني مذاکرات باعزته او پايښت لرونکې سولې ته لاره هوارهولای شي.
د ټليفوني خبرو مهال عمران خان عبدالله ته د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر په حيث مبارکي ورکړه او يو ځل بيا يې هغه ته پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړه.
ډاکټر عبدالله د عمران خان له بلنې مننه کړې او پر ټويټر يې ليکلي چې هغه به په نيږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي.
دواړو مشرانو له هغه وروسته له يو بل سره پر ټليفون خبرې کړې چې د پاکستان حکومت پر بلنه په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر يو پلاوي د دغه دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او ځېنو نورو لوړ پوړيو طالبانو د اګست پر ۲۴مه اسلام اباد ته سفر کړی چې لا هم هلته دی.
دغه پلاوي پرون (د اګست پر ۲۵مه) د پاکستان له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او نورو لوړ پوړيو پاکستانيو چارواکو سره په اسلام اباد کې پر افغان سوله خبرې وکړې.