تخار ولایت کې وسله وال برید کې ۱۳ پاڅونوال وژل شوي

برید د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې شوی

چارواکي وايي، د افغانستان په تخار ولایت د وسله‌ والو طالبانو په حمله کې ۱۳ تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

د والي ویاند محمد جواد هجري د اګست پر ۲۰مه مشال راډيو ته وویل، وسله والو طالبانو د اګست ۱۹مې شپې ناوخته په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د سیمې یوه قوماندان ملک احمد تاتار پر قرارګاه برید وکړ چې له وجې یې نښته پیل شوه.

هجري وايي، په پېښه کې د تاتار ۱۳ کسان ووژل او څلور ژوبل شول.

ده زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او حالات عادي شوي دي.

وسله والو طالبانو لا د برید په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملک تاتار پر ولسي پاڅونوالو دا ډول حمله شوې.

تر دې مخکې د مې پر ۱۹مه شپې مهال وسله والو په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د نوموړي پر دوو پوستو حمله وکړه چې پکې نهه پاڅونوال وژل شوي ول.

همداراز، د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر ۲۸مې شپې مهال وسله والو د پاڅونوالو پر پوستو برید وکړ چې پکې د ملک تاتار ۱۷ جنګیالي ووژل شول.