د لاسرسي ځای

تازه خبر

تخار: د طالبانو په برید کې ۱۷ پاڅونوال وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

تخار ـ افغان چارواکي وايي، د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون ۱۷ سرتیري وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجريد ډېسېمبر پر ۲۹مه، مشال راډیو ته وویل چې بیګا نیمه شپه د خواجه بهاوالدین په لاله ګذر سیمه کې وسله والو طالبانو د ولسي پاڅوانوالو پر پوستو بریدونه کړي چې ۱۷ پاڅونوال یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي.

پاڅونوال د یوه قومندان ملک تاتار په امر د طالبانو په ضد جنګېدل.

د تخار د والي ویاند زیاتوي چې طالبانو ته هم په ځوابي ډزو کې تلفات اوښتي خو شمېر یې نه دی معلوم.

هغه وویل چې سیمې ته د مرستندویه ځواکونو په رسیدلو طالبان تللي دي.

اخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د هغوی وسله والو بریدګرو ۲۱ دولتي عسکر وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي.

تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۲۸مه، افغان چارواکو ویلي وو، په هلمند ولایت کې د پوځ په یوه مرکز د طالبانو په برید کې ۱۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د والي د وياند عمر ځواک په وینا لومړی درنه چاودنه وشوه او ورپسې جګړه هم وشوه. هغه طالبانو ته هم د ور اوښتو زیانونو خبر ورکړ خو دقيقه شمېره یې وړاندې نه کړه.

طالبانو د بريد پړه پرغاړه اخیستې وه او ويلي يې وو چي د ملي اردوپر يوې پوستي یې برید کې ۲۶ سرتېري وژلي.

طالبانو په دې وروستیو کې په بیلابیلو ولایتونو کې پر حکومتي پوستو بریدونه زیات کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG