خیبر پښتونخوا حکومت د قدرتي زېرمو نقشې جوړوي

د سوات ماهوډنډ

پراګ - د خيبر پښتونخوا حکومت وايي په صوبه او ضم شوو قبايلي سیمو کې د قدرتي زيرمو په نقشو جوړولو يې کار پیل کړی ، او په راتلونکي يو کال کې به دا کار مکمل شي.

د معدنیاتو صوبايي وزیر ډاکټر امجد علي خان د اګست په ۱۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په خپله ځمکه د قدرتي معدنیاتو د ذخيرو نه د ګټې اخستو ريښتوني طریقه لومړی معلومات راغونډول وي چې ابتدايي ګام يي د نقشو جوړول دي.

ده وویل ، "دا کار ډير مخکې کيدل پکار وو خو له بده مرغه نه وو شوی ، نو موږ اوس د دې په جوړولو کار تيز کړی دی او ډیر زر به د پښتونخوا ولس دا ښه خبر واوري چې د نقشو کار مکمل شو."

ډاکټر امجد علي وویل چې د دې له وجې به د صوبې امدن او د ولس ژوند ښه شي.

څو ورځې مخکې د معدنیاتو په برخه کې د خيبر پښتونخوا د وزير اعلا ځانګړي سلاکار عارف احمدزي ويلي ول چې تر دا مهال د خيبر پښتونخوا د ۳۵ فيصده سیمو د زيرمو نقشې جوړې شوې دي.

د ده په وینا ، ۶ فيصده سیمې په قبايلي ضلعو کې راځي.

د معدنیاتو نقشې څنګه جوړيږي او پر دې څومره مالي لګښت کيږي؟

د پیښور پوهنتون د جیالوجي یا ځمکپوهنې د څانګې مشر ډاکټر سجاد احمد خان وايي چې د مالي پنګو سره سره د دې لپاره د پوهانو ضرورت وي.

ده وویل ، "د دې لپاره د پوهانو ضرورت وي چې هغه بیلا بيلو سیمو ته ولاړ شي ، د غرونو نقشې جوړې کړي او ډبرې یې معاينه شي ، دا کار ډیروخت او مالي پنګې ته اړتیا لري ، په شخصي توګه بیلا بيلو د تيلو او ګيس کمپنیانو دا کار تر څه حده کړې خو په حکومتي کچه د دې کار ذمه وارې ادارې جيالوجکل سروې اف پاکستان خپله ذمه واري نه ده پوره کړې."

د راپورونو له مخه د خيبر پښتونخوا قبايلی سیمې د قدرتي زیرمو نه ډکې دي خو د زیرمو د نقشو د نشت والي له امله د دې نه ګټه نه شي اخیستل کيدای.

د قدرتي زیرمو څيړونکې ډاکټر نور جهان وايي چې په دغو سیمو کې بیلا بيل معدني وسايل شته.

دې وویل ، "په سوات ، مالاکنډ او نورو سیمو کې کرومايټ ، جپسم ، تانبه ، سره زر ، ګيس او تيل په زیات حجم کې موجود دي."

خو د معدنیاتو صوبايي وزیر ډاکټر امجد علي خان وايي چې دا مهال د نقشو جوړولو په دې پروژه کې تر ټولو لویې خنډ د فني آلاتو کمښت دی.

د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمو کې د معدني وسايلو د مالي ارزښت په اړه تر دې دمه کره معلومات نشته خو صوبايي حکومت وايي چې د دې د معلومولو لپاره د زیرمو د نقشو جوړول ضروري دي.

بلخوا د پيښور پوهنتون د جيالوجي د څانګې د مشر ډاکټر سجاد په خبره د قدرتي زیرمو نه د ريښوتنې ګټې او د ولس د اقتصادي ستونزو کمولو په لړ کې د زیرمو د نقشو جوړول بنیادي ضرورت دی او که دا کار وشي نو خيبر بښتونخوا کې به سر مايه کاري زیاته او ولس به په اقتصادي توګه خوشاله شي.