د پښتنو زده کوونکو سازمان د تعلیمي ادارو بیا پرانیستو لپاره احتجاجونه کړي

له مارج راهیسې د پېښور پوهنتون په ګډون ټولې تعلیمي ادارې تړلې دي

په پاکستان کې د زده کوونکو یوه سازمان پښتون سټوډنټس فيډرېشن غړو او پلویانو د هېواد په ۳۵ ضلعو کې د تعلیمي ادارو د بیا پرانیستلو، په سم ډول د انلاين زده کړو بهیر چلولو او د فیسونو معافولو لپاره مظاهرې کړې دي.

د جولای په ۱۳مه په پېښور کې شوې مظاهره کې ګډونوالو زده کوونکو له حکومته وغوښتل چې د پوهنتونونو فيسونه دې ورته معاف کړي.

د دې سازمان مشر حق نواز خټک مشال راډيو ته وويل چې د کورونا وایرس له وجې د ډېرو خلکو کاروبارونه او ژوند اغېزمن شوي نو ځکه بايد فیسونه د پخوا په شان نه وي.

د پاکستان د تعليمي چارو وفاقي وزیر شفقت محمود تېره اوونۍ په يوه خبري غونډه کې ویلي ول چې تعلیمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې څخه بیا پرانیزي او د زده کوونکو د نورو ستونزو د حل لپاره به په صوبايي کچه ګامونه اخلي.

تر دې مخکې حکومت ویلي ول چې د جولای له نیمايي څخه به تعلیمي ادارې بیا پرانیزي.

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه په مارچ کې د هېواد ټولې تعلیمي ادارې وتړلې.

له هغه وخت راهیسې د هېواد په یو شمېر سیمو کې ځینو حکومتي او شخصي ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو د پر لیکه یا انلاین زده کړو بهیر پیل کړ خو د قبایلي سیمو په ګډون په ځینو ځایونو کې د انټرنېټ نه شتون له وجې انلاین زده کړې نشي کېدای.

د دې ستونزې د هواري لپاره ځینو تعلیمي ادارو فاصلاتي تعلیمي نظام فعال کړ چې ورسره زده کوونکي په کور کې کتابونه لولي او ورته سپارل شوې دندې او درسي کارونه بشپړوي.