'ټولنيزو رسنيو د قبايلي سيمو ځوانان بيداره کړي'

په میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه. ۲۰۱۹، ۱۴م اپرېل

سوشل ميډيا يا ټولنيزې رسنۍ په لومړي سر کې د خلکو تر منځ د اړيکو نيولو او ټينګولو لپاره کارېدلې خو په دا وروستيو کې د خبرونو رسولو مهمې وسيلې ګرځېدلې دي.

د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو يا پخوانۍ فاټا کې هم دغه رسنيو يوشمېر کاروونکي موندلي چې د بېلا بېلو اهدافو لپاره يې کاروي. د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې له شمالي وزيرستانه منتخب غړی او د ټولنيزو رسنيو فعال محسن داوړ وايي چې د دوی لپاره ټولنيزې رسنۍ د خپل غږ پورته کولو يوه اسانه وسيله ګرځېدلې.

''زموږ د رياست [پاکستان] ميډيا ډېره زياته کنټرول ده. دلته پر سوشل ميډيا يو خبر راشي او له هغه ځايه يې بيا نړيواله ميډيا راواخلي. دا زموږ لپاره يواځينۍ وسيله ده چې موږ له دې لارې احتجاج هم کوو، او خپلې ستونزې او هلته رامنځ ته شوي پېښې نړۍ ته هم رسوو.''

شاوخوا دوه کلونه وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم له قبايلي سيمو څخه د پښتنو ځوانانو يو خوځښت رامنځ ته شو چې د دې سيمو ستونزې يې په ګوته کړې او د هغوی د هوارولو غږ يې پورته کړ. د دې غورځنګ غړی او د ټولنيزو رسنيو فعال عالمزېب مسود وايي چې ټولنيزو رسنيو د قبايلي سيمو د ځوانانو په بيدارولو او د خپلو حقونو لپاره د غږ په پورته کولو کې مهم رول ولوبوی. نوموړی وايي ټولنيزو رسنيو د دوی د يو شمېر ستونزو په هوارولو کې هم مرسته کړې.

''د ماينونو په اړه موږ پر سوشل ميډيا کمپاين وکړ. مخکې چې کله خلک په ماينونو کې ژوبل شوي ول نو مرسته خو نه وه، [امنيتي ځواکونو] به هلته پر خلکو تشدد هم کوئ. اوس چې څوک ژوبل شي يا مړ شي نو روغتون ته يې رسوي او مرسته ورسره کوي. بلخوا پر امنيتي پوستو باندې د ځواکونو په رويه کې هم بدلون راغلی دی.''

د پاکستان د قبايلي سيمو په ګډون په دې هېواد کې زرګونه کسان ورک يا تری تم کړل شوي دي چې تور يې د پاکستان پر امنيتي ادارو پورې کېږي. د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو او د پاکستان عدالتونو په بیا بیا امنیتي ادارو ته د لادرکه کسانو د ستونزې هوارولو ويلي دي. عالمزېب مسود زياتوي چې پر ټولنيزو رسنيو د همدې ستونزې د راپورته کولو له کبله سلګونه تری تم کسان راخوشي شوي دي.

''سوشل ميډيا د بې درکه کسانو په اړه دا پوهه پيدا کړه چې پر کومو تورونو خلک بې درکه کېږي نو دا لوی ظلم دی. پر دې سربېره يې بله ګټه دا وشوه چې زموږ له ريکارډ سره سم ۱۵۰۰ بې درکه کسان راخوشي شول.''

بلخوا محسن داوړ وايي چې ځینې وخت رياستي ادارې يا چارواکي ستونزې نه هواروي خو بيا هم د بل وخت لپاره محتاطه شي.

''د سوشل ميډيا له لارې د رياست تر ټولو لوړپوړې چارواکي خبر شي. که د رياست په مشينري کې دومره توان وي او اقدام کولی شي نو يو څه وکړي او که نه يوه ګټه دا وکړي چې کوم خلک دا ډول کارونه کوي نو هغوی بيا لاس نيولی وي او احتياط کوي چې دا خبر خو بيا تر ډېرو رسېږي.''

د نړۍ د يو شمېر هېوادونو په شان په پاکستان کې هم له فېسبوک او ټويټر نيولې بيا تر انسټاګرام، ټېليګرام، وټس اپ پورې نورې داسې ټولنيزې رسنۍ ګڼ شمېر کاروونکي لري خو د قبايلي سيمو ځوانانو د ماورای عدالت وژنو، د خلکو برمته کولو او پر کورونو د غېرقانوني چاپو وهلو خلاف پر غږ پورته کولو سربېره د تعليمي ادارو، سيمه له ماينونو پاکولو او د خپلې خاورې پر معدني وسيلو د خپل واک غوښتلو لپاره فعاليت پيل کړی دی.